Asset 1SWN

طالبانو د تخار بهارک ولسوالي په بشپړه توګه نیولې

takhaar-270x152

په تخار ولایت کې یوه باوري سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وايي چې بېګاه شپه وسله‌والو طالبانو په بشپړه توګه د دغه ولایت بهارک ولسوالي نیولې ده. د سرچینې په وینا، د ملي امنیت، پولیسو او نورو امنیتي بنسټونو ۷۵نظامیان له خپلو وسلو او مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي دي.

په همدې حال کې د وسله‌والو طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د تخار بهارک ولسوالي د دوی جنګیالیو نیولې او د دې ولسوالي ۸۰سرتیري له خپلو درنو او سپکو وسلو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې د بهارک ولسوالي امنیتي ځواکونو په دغه ولسوالي کې د نښتو او جګړو د ډېرېدو خبر ورکړی وو او د مرستندویه ځواکونوغوښتنه یې کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې له دوو ورځو مقاومت وروسته طالبانو پر دې ولسوالي ولکه خپله کړه او تراوسه دواړو لوریو ته په جګړه کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه کره شمېرې نه دي روښانه شوي.

د یادونې وړ ده چې په سیمه کې د سختو جګړو له امله د دغې ولسوالي اوسېدونکي د تالقان ښار او نورو ولسوالیو ته کډه شوي دي.

د بهارک ولسوالي د تخار ولایت په شمال کې پرته ده او وسله‌والو طالبانو د دغې ولسوالي په نیولو سره  د تالقان او ماورای کوکچه لارې په بندولو سره ځان د تخار مرکز ته نېږدې کړی دی.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام