Asset 1SWN

تخار کې چاودنې د دغه ولایت د علماوو شورا د رییس ژوند واخیست

WhatsApp-Image-2021-03-31-at-1.43.14-PM-p50s7fcvidifks4km9r84sswizpz6zmfb97gotqmy4

د تخار ولایتي چارواکي تاییدوي چې څو شېبې مخکې د دغه ولایت په مرکز تالقان ښار کې چاودنه شوې ده.

د دوی په وینا، پېښه د تخار د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي پر موټر د چسپکي ماین د چاودنې له کبله شوې ده.

د تخار د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي، د پېښې له ځایه د علماوو شورا د رییس عبدالصمد محمدي جسد او درې ټپیان روغتون ته ور وړل شوي دي.

د تخار امنیتي مسوولانو تر اوسه د چاودنې څرنګوالي او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر اوسه کوم چا یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام