د بامیان والي سیدانور رحمتي نن په یوې خبري غونډه کې وویل چې د دغه ولایت د کهمرد ولسوالي په «اشپشته» کلي کې د وسلهوالو طالبانو له لوري د امنیتي ځواکونو پر پوستو د بریدونو له امله ۵ سرتیري وژل شوي او یو بل ټپي دي.
د والي په وینا، دغه برید بېګاه شپه شاوخوا ۲بجې شوی او سیمې ته مرستندویه ځواکونه رسېدلي دي.
په ورته وخت کې د بامیان والي وایي چې د امنیتي ځواکونو سره د طالبانو په نښته کې د طالب ډلې د نظامي کمېسیون رییس صدیق الله او د دغه ولایت د شیبر ولسوالي لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال مولوی شمسالحق هم تپیان شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور سلاموطندار ته وایي چې بېګاه شپه د بغلان ولایت له تاله او برفک ولسوالي څخه ۱۶۰طالب جنګیالیو د بامیان ولایت د کهمرد ولسوالي پر «اشپشته» سیمې برید کړی چې له امله ۵سرتیري د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې وژل شوي او ۷نور له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې ټپیان دي.
د سرچینې په وینا، په دغه نښته کې د طالبانو دوه مهم غړي مولوي صدیقالله د طالبانو د نظامي کمېسیون رییس او د شېبر ولسوالي لپاره د دوی نومول شوی ولسوال مولوي شمسالحق ټپیان شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې نن له غرمې وروسته د بامیان ولایت شیبر ولسوالي لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال شمسالحق د ټپیانو له امله مړ شوی دی.
بلخوا د طالبانو یوه ویاند ذبیحالله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي چې د دوی جنګیالیو په اشپشته سیمې کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي چې ۹ سرتیري یې وژلي او ۲یې ټپیان کړي دي.
مجاهد همداراز ویلي چې په دې سیمه کې یې د امنیتي ځواکونو دوه پوستې هم نیولي دي، خو د بامیان والي د طالب ویانده دغه ادعا رد کړې ده.
په همدې حال کې د طالب ډلې ویاند په دغه نښته کې د یادې ډلې د دوو غړو د ټپي کېدو پخلی کړی، خو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د یادونې وړ ده چې له یوې اوونۍ راپدېخوا د دایکندي په پاتوي ولسوالي کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې روانې دي چې د دایکندي محلي چارواکو په وینا، په دې نښتو کې ۸۰ طالبانو ته مرګژوبله اوښتې ده.