له هغه وروسته چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه او د افغان سولې په تړاو د استانبول غونډې نېټه اعلان شوه، طالبانو وویل، تر هغه چې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه نه وي وتلي، د سولې اړوند په هېڅ غونډه کې ګډون نه کوي.

اوس د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د دغو څرګندونو په غبرګون کې وايي، که طالبان د جګړې پای او سولې لپاره اراده لري، باید د افغان سولې اړوند غونډو سره پرېکون ونه کړي. هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، که د سولې خبرې اترې تحریم کړي، نه یوازې کومه ګټه به ونه کړي، بلکې نړۍ او افغانان به یې هم پر وړاندې ودرېږي.

د نوموړي په وینا، څوک چې ځان او درېدل پر حق ګڼي، هېڅکله د سولې خبرواترو څخه نه مخ نه اړوي. حکمتیار پر طالبانو غږ کوي چې د سولې مېز ته دې حاضر شي او خپلې دلایل دې وړاندې کړي، څو د سولې شته فرصت له لاسه ور نه کړي.

هغه زیاتوي، طالبان باید د امریکا له لوري د دوحې هوکړې د نقض له کبله له افغانانو سره د سولې خبرې اترې تحریم نه کړي.

ټاکل شوې د روانې اپرېل میاشتې په ۲۴مه د افغان سولې په اړه د استانبول غونډه د افغان دولت، طالبانو، د سیمې او نړۍ هېوادونو په ګډون جوړه او د مې میاشتې تر څلورمې دوام وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام