د بامیان محلي سرچینې سلام وطندار ته تاییدوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د تعلیمي څارنې غړی، بشر حیدري چې د دې ادارې د رییس اسلام‌الدین عثماني له خپلوانو څخه دی تېره شپه د دغه ولایت مرکز «دره سادات» سیمې اړوند «بام سرای» روغتیايي مرکز کې له یوې ځوانې جلۍ سره د زنا په تور بالفعل د اسلامي امارت د استخباراتو له‌خوا نیول شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، بشر حیدري  يادې جلۍ سره ژمنه کړې وه چې د ښوونکې بست به ورته ورکوي او وروسته یې زنا فعل ته اړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ
سرچینه
زیاتوي، د بامیان د پوهنې رییس، اسلام‌الدین عثماني چې د دغه ریاست د تعلیمي څارنې برخې کارکوونکي، بشر حیدري کلیوال او خپلوان دی، هڅه کوي چې تورن له بند څخه خلاص کړي.

د باميان د والي وياند عبدالصبور فرزان سيغاني هم د اسلامي امارت د اسخباراتو له‌خوا د بشر حيدري نیول کېدل تاییدوي او وایي: «‎زه دا نه شم تاییدولی چې بشر حیدري د زنا او یا د کوم بل تور په جرم نیول شوی دی. د دې پېښې د څرنګوالي په اړه د استخباراتو ریاست څخه معلومات ترلاسه کړئ

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام