Asset 1SWN

د بامیان‌ـ‌‌کابل او دایکندي‌ـ‌کابل لویې لارې د واورې اورېدو له امله وتړل شوې

بامیان 1

د بامیان د ټولګټو چارو رییس حفیظ‌الله نعمتي وايي، نن سهار د بامیان‌ـ‌کابل لویه لاره په حاجي‌ګک کوتل کې د واورې اورېدو او توپان له امله تړل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د نوموړي زیاتوي چې نه یوازې دا لاره، بلکې د دایکندي‌-‌کابل لویه لاره هم په شاتو کوتل کې تړل شوې ده.

د بامیان د ټولګټو چارو د رییس په وینا، د بامیان‌-‌کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت نورې لارې د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بامیان او دایکندي د افغانستان د هغو غرنیو ولایتونو له ډلې دي چې د ژمي موسم کې ډېرې واورې په‌کې اورېږي او د ولسوالیو په ګډون یې، له نورو ولایتونو سره غځېدلې لارې تړل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام