د «سرخ‌سالي» سریال چې افغانستان کې لومړنی تاریخي سریال دی، پرون یې په کابل کې د فرهنګیانو او سینماګرانو په ګډون غونډه کې مخکتنه وشوه.

دغه سریال د «نمارسانه» موسسې له خوا جوړ شوی، دا سریال په ۵۸ لسیزه کې د کابل د چنداول د قیادت روایت کوي، په دغه سریال کې د نور اغا په نوم د یو شخص د ژوند قیصه انځور شوی دی.

نوراغا د خپل واده په درشل کې ناڅاپي له یو سیاسي بدلون سره مخ کېږي، خپل مور او پلار له لاسه ورکوي، او د خپل ژوند د ژغورلو لپاره د مبارزې په دوه لارې کې پاتې کېږي. هغه بالاخره د ملت د ژغورلو لپاره د مبارزې لاره غوره کوي او د ولس په یوځای کولو کې فعاله ونډه اخلي. نوراغا د سرطان د ۵۸ لسیزې په ولسي پاڅون کې ګډون کوي چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د چنداوال پاڅون په نوم یادېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرخ‌سالي سريال جوړوونکى او د نمارسانه رییس سيد محمدتقي حيدري وايي چې له دوه کلن کار وروسته په دې وتوانېدل چې دغه سریال جوړ کړي. نوموړی زیاتوي چې په هېواد کې د فلم جوړونې د زېربناوو د نشتوالي له امله د داستاني او تاریخي سریالونو جوړول ستونزمن کار دی، خو زیاتوي چې په هېواد کې د دغه ډول سریالونو اړتیاو ته په کتو د دې سریالونو جوړولو ته اقدام کړی.

په همدې حال کې د سرخ‌سالي د سریال د کارګردان مرستیال صدام دلاور وايي چې د ټولنې د دردونو او ستونزو انځورول د فلم جوړونکو مسوولیت دی. د هغه په ​​وينا، که چېرې د سینما کادرونه او د سینما د هنر استادان په هېواد کې هڅه وکړي او پر زده‌کوونکو پانګونه وکړي،  افغانستان به په نړۍ کې د ترټولو ښه سینما خاوند وي، « شاوخوا ۴ لسیزې کېږي چې له باروت سره مو ژوند کړی، د یو سریال جوړولو لپاره له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ یوو.»

له بلې خوا، د افغان سينماګرانو د ټولنې مشر صفور اهنګ‌خېل وايي چې په اوسنيو شرايطو کې د نمارسانه له خوا د «سرخ‌سالي» سریال جوړول يو ستونزمن کار و؛ خو د دغه انسټیټیوټ د مسوولانو په هڅو توانېدلي چې دغه مهم سینمايي اثر تولید کړي.

اهنګ‌خیل زیاتوي: « په تېر حکومت کې فرهنګ او سینما ته پاملرنه ونه شوه. د دغه هېواد بیا رغاونې لپاره په میلیونونه ډالر راغی؛ خو ټول یې حیف او میل شو.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان سینما له کلونو راهیسې له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د تېر حکومت له ړنګېدو سره په افغانستان کې د افغان فلم رياست په ګډون د سينما د بنسټونو فعاليتونه ودرېدل. خو د اسلامي امارت چارواکو ویلي چې دوی به دغه څانګه بیا فعاله کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام