Asset 1SWN

سلام وطندار

کابل کې څه باندې ۲۵۰ کورنیو سره د سکرو مرسته وشوه

WhatsApp-Image-2023-01-05-at-5.18.14-PM-q07tkwsjw5g51mplzutta3uufoe6qje3accuz6uk5k

کابل کې یو‌شمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو د وېش پروګرام پیل کړی دی.

ویل شوي چې تراوسه په دغه پروګرام څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنیو باندې سکاره وېشل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه پروګرام پنج‌شنبه د مرغومې ۱۵مه د اسلامي امارت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کابینې د یو‌شمېر غړیو، مرستیالانو او رییسانو په شتون کې پیل شو.

د یادې رضاکارې ډلې یو غړی محمدصمیم غیرت سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه پروګرام څخه یې موخه د ټولنې د بې‌وزله او هغو کسانو سره مرسته ده چې د ژمي په دې سړو شپو او ورځو کې په ستونزو کې دي.

نوموړي وویل: «د خلکو وضعیت خراب دی او له هر ډول اقتصادي او روحي فشارونو سره مخ دي. موږ دې وضعیت ته اندېښمن یو، خو دا زموږ لومړی او وروستی پروګرام نه دی. موږ بل پروګرام کې خوراکي توکي وېشوو او هر څه مو چې په توان کې وي، نه یې سپموو.»

رافعه چې د کابل ښار اوسېدونکې ده او څلور اولادونه لري. نوموړې چې په یوه کرايي کور کې ژوند کوي وايي، خاوند یې لس کاله کېږي چې د ترکاري‌فروشي کراچۍ لري، خو له یادې کراچۍ یې عاید دومره نه دي چې دوی پرې ښه ژوند وکړي.

نوموړې همداراز خوښي څرګندوي چې د سکرو مرسته ورسره کېږي او په وینا یې، دغه مرستې باید دوامداره شي.

یوه بله اړمن مېرمن فاضله چې لس کسیزه کورنۍ لري وايي، له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان ده. د نوموړې په وینا، خاوند یې د خپلې کورنۍ یوازینی ډوډۍ راوړونکی دی او سماوار لري.

فاضله زیاتوي چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او داسې شپې هم پرې راغلي چې دا او کورنۍ یې په لوږه ویده شوي دي. نرکس چې خاوند یې مړ شوی او درې لوڼې او دوه زامن لري وايي، لور یې ناروغه ده او یو زوی یې چې ورزشکار و، اوس د اقتصادي ستونزو له کبله روږدی شوی او له مېرمنې او ماشومانو څخه یې دا ساتنه او پالنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نرکس همداراز زیاتوي چې کله نا کله یې ګاونډیان لاسنیوی کوي، خو ډېری وخت د خوړو لپاره څه نه‌لري او په لوږه ویده کېږي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام