د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د جلال‌اباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې د اورښتونو له کبله د یوه کور چت پرېوتی چې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو په کې ژوند بایللی او یو بل کس ټپي شوی دی.

په ورته مهال په یوشمېر نورو سیمو کې هم د سېلابونو له کبله پنځه کسان ټپیان شوي او د لسګونو کورونو سربېره یې یوه اندازه کرنیزه ځمکه هم ویجاړه کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ننګرهار د والي ویاند قاضي ملا عادل وایي، دوی بېګاه شپه د سېلاب ځپلو سره مرستې لپاره د ژغورنې عملیات کړي او ګڼ‌شمېر کسان یې ژغورلي دي.

هغه زیاتوي، هغه کورنۍ چې پنځو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اوښتې، د ولایتي ادارې له لوري ورسره درې سوه زره افغانۍ نغدي مرسته وشوه او په وینا یې، په نورو سیمو کې د سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره یې د سروې ټیمونه په کار بوخت دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ننګرهار سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم سېلابونه راوتلي چې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه ور اړولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام