Asset 1SWN

ننګرهار کې د «اقلیمي بدلون» غونډه؛ ګډونوال: نړۍ دې له افغانستان سره مرسته وکړي

اااا

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ګډونوالو د دې غونډې په دویمه ورځ د اقلیمي بدلون په اړه خپلې مقالې چې د اقلیمي بدلون پر لاملونو، اغېزو او حل‌لارو په اړه په‌کې معلومات راټول شوي وو، وړاندې کړې. د دې غونډې ګډونوالو پر نړیوالو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د غونډې یوه ګډونوال او د لغمان پوهنتون رییس پوهنیار ویس‌الهادي اوریاخېل په افغانستان کې چې د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ هېواد دی، د دا ډول غونډو جوړېدل مهم وبلل؛ ځکه په وینا یې، د نړیوالو او مرستندویه ادارو د مرستو لامل کېدای شي.

هغه زیاته کړې: «دا ډول غونډې ډېرې مهمې دي، څو موږ وکولای شو چې د دې ستونزې د حل لپاره دولت داسې کړنلارې غوره کړي چې دولت د راتلونکې غمیزې مخنیوی وکړي. سږ کال افغانستان د اورښتونو له کمښت سره مخامخ دی او افغانستان د خپلو اوبو په زېرمه کولو کې پاتې راغلی؛ نو د افغانستان دولت ته په‌کار ده چې دا ډول فعالیتونه زیات کړي.»

په همدې حال کې د ننګرهار پوهنتون د مطبوعاتو مسوول فضل ناګار وايي، د اقلیمي بدلون غونډې په دویمه ورځ ګڼ‌شمېر ګډونوالو خپلې سل برابرې شوې مقالې هم وړاندې کړي چې د اقلیمي بدلون په اړه يې معلومات په‌کې راټول کړي وو. نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغو مقالو د وړاندې‌کوونکو له ډلې ۱۱ یې بهرني استادان او څېړونکي وو.

په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون د ساینس پوهنځي رییس محمدجواد نیازی وايي، دا غونډه د اقلیمي بدلون له اغېزو او ناوړه پایلو سره د مبارزې او مخنیوي په موخه جوړه شوې وه چې ګډونوال يې د برابرو شویو مقالو له لارې له اسلامي امارت سره هم د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مبارزې برخه کې حل‌لارې وړاندې کړي.

هغه زیاتوي: «د دغو څېړنو او مقالو پایلې به اسلامي امارت ته وړاندې کوو. په مقالو کې د وسلو، د ګل‌خانه‌يي ګازونو اغېزې او په ټوله کې د اقلیمي بدلون پر لاملونو او لاروچارو بحث شوی دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې افغانستان اوس د هغو هېوادونو له ډلې یو دی چې د اقلیمي بدلونونو له ناوړه پایلو سره مخامخ دی. روسیې هم په دې وروستیو کې له نړیوالو غوښتي چې د اقلیمي بدلون په اړه نړیوالو غونډو او کنفرانسونو کې د افغانستان استازي ته هم بلنه ورکړي، څو په دغه هېواد کې د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو مخه ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام