
د لوګر مسوولان: د نویو لرغونو سیمو کشف لپاره مو څېړنې پیل کړي
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه څېړنې کیږي.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفیعالله صمیم وویل، مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د لرغونو سیمو او اثارو په اړه تازه څېړنې کیږي.

په ننګرهار کې د اقلیمي بدلون نړیوالې غونډې ګډونوالو د دې غونډې په دویمه ورځ د اقلیمي بدلون په اړه خپلې مقالې چې د اقلیمي بدلون پر لاملونو، اغېزو او حللارو ورټولې وې، وړاندې کړې.
د دې غونډې ګډونوالو پر نړیوالو هم غږ وکړ چې له افغانستان سره د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو او اغېزو د مخنیوي لپاره مرستې وکړي.

ناپېژنده کسانو پرون دوشنبه «د چنګاښ ۲۶مه» د هرات ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یو خور او ورور په مرموز ډول وژلي دي.

د پروان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري یو کس وژل شوی دی. پېښه د پروان مرکز چاریکارو ښار کې رامنځته شوې ده.

د کابل امنیتي مسوولانو د کابل د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په «پروانسه» سیمه کې چاودنه تایید کړه.
د کابل د امنیې قومانداني ویاند خالد ځدران سلاموطندار ته ویلي چې دې چاودنه کې یو کرولا ډوله موټر په نښه شوی دی.

افغانستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په کورنیو او له بهره پرې تپل شویو جګړو کې سوځي، میلیونونه وګړو ته یې په دغو جګړو کې مرګژوبله اوښتې یا هم پهکې معلول شوي دي. د جګړو ښکېلو لوریو ډېر جګړهيیز جنایتونه کړي، خو د سیاسي او نورو مصلحتونو له مخې یې عاملان د محکمې مېز ته نهدي را کش شوي.

د ننګرهار د امنیې قومنداني چارواکي وايي چې د عادل په نوم د هغه ماشوم د قضيې څېړنه يې پيل کړې چې بېګاه شاوخوا لس بجې د جلالاباد ښار په اوومه ناحيه کې په ډزو وژل شوى دی.

د امریکايي پوځ مرکزي قومنداني یا سنټکام د ۲۰۲۱کال د اګسټ میاشتې په ۲۶ نېټه پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید په اړه د خپلې تازه پلټنې موندنې په ډاګه کړې چې ښايي یاد برید پېچلی نه و. د سنټکام قومندان زیاته کړې، هېڅ څیز نهشي کولای چې په دغه برید کې وژل شوي امریکايي سرتیري بېرته راوګرځوي، خو دا مهمه ده چې پوه شو دغه برید څه ډول شوی.

په ننګرهار کې یوه محلي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلاموطندار ته وايي چې د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالي کې ناپېژنده کسانو په یوه کور برید کړی او د چړو او تبر په وسیله یې درې کسان وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي دي.

د سلطان محمود غزنوي خصوصي پوهنتون رییس معراج وقار چې څه موده وړاندې ناپېژنده کسانو له غزني ښار څخه تښتولی و، پرون ماښام یې مړی د یاد ولایت دهیک ولسوالي کې موندل شوی دی.

د جوزجان ولایت په اقچه ولسوالي کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په دغه ولسوالي کې د واده پر مراسمو د لاسي بم چاودنې له امله، ناوې خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه مېرمنې ټپي شوې دي. د اقچې ولسوال مولوي نعمتالله سلاموطندار ته وایي چې دغه پېښه پرون ماښام د دغې ولسوالي د «قصر عروس» په هوټل کې شوې ده.

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یوشمېر یې وتښتېدل.

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو یې نوې موندنې ښيي چې ترهګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوځولي دي. نوموړی وايي، دغه کار ښيي چې ترهګر پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.