Asset 1SWN

د «هاګ» نړیواله محکمه افغانستان کې جګړه‌ییز جنایتونه څېړي

ICC-px2hazp9ze80kqiiydpanrli3k3x7hle4qu9uzzv60

افغانستان چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې په کورنیو او له بهره تپل شویو جګړو کې سوځي، میلیونونه وګړو ته یې په دغو جګړو کې مرګ‌ژوبله اوښتې او خپله یا یې د کورنۍ غړي په‌کې معلول شوي دي. د جګړو ښکېلو لوریو په دې موده کې ډېر جګړه‌يیز جنایتونه کړي، خو د سیاسي او ځینو نورو مصلحتونو له مخې یې عاملان د محکمې مېز ته نه‌دي را کش شوي او نه هم سزا ورکړل شوې ده.

خو د هاګ نړیوالې محکمې یو ځل بیا پرېکړه کړې چې افغانستان کې د شويو جګړه‌يیزو جنایتونو په اړه څېړنې وکړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دې محکمې یو څارنوال کریم خان چې افغانستان کې د جګړه‌يیزو جنایتونو په اړه د څېړنو مسوول هم دی، لومړی به د اسلامي امارت او داعش وسله‌والې ډلې له لوري د احتمالي جګړه‌ييزو جنایتونو په اړه څېړنې وکړي.

هغه د اسلامي امارت د یوکلنې واکمنۍ په پوره کېدو سره افغانستان کې د جګړه‌يیزو جنایتونو د پېښو دوام په اړه خبرداری ورکړی و.

امریکا تر دې مخکې څو ځله د هاګ نړیوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د جګړه‌يیزو جنایتونو په اړه د څېړنې مخالفت کړی و.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي په دې اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «که دا محکمه په خپله خوښه ځینې قضیې وڅېړي او ډېری ترې پاتې شي، دا هم انصاف نه دی. نو ځکه دا یو ناقص کار دی چې له بهره اداره کېږي، پایلې یې هم وخت نیسي؛ چندانې پایلې به ونه لري.»

د سیاسي چارو یوه بل شنونکي میرویس آشفته هم سلام‌وطندار ته ویلي: «افغانستان کې د شویو جګړه‌ييزو جنایتونو په اړه پلټنې او ارزونې چې په څه باندې څلورو لسیزو کې د ګوندونو او ډلو له لوري پیل او بیا اسلامي امارت او بهرنیانو کړي دي، په نړۍ کې دا یوه بنسټیزه او طبیعي خبره ده. خو په افغانستان کې استثنا دي او پام ورته ونه شو.»

که څه هم د هاګ نړیواله محکمه په پام کې لري چې افغانستان کې د اسلامي امارت د جګړه‌يیزو جنایتونو په اړه هم څېړنې وکړي، خو حکومت وايي چې د دوی په واکمنېدو سره هېواد کې هېڅ جګړه‌ييز جنایت نه‌دی شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي سره له دې چې خپل جګړه‌ييز جنایتونه نه رد او نه هم تاییدوي، خو وايي چې په تېرو شلو کلونو کې یې هر ګام د افغانستان د ازادۍ لپاره اخیستی دی.

سره له دې چې کریمي زموږ هغه پوښتنه ځواب نه کړه چې ایا اسلامي امارت به افغانستان کې د جګړه‌ييزو جنایتونو د څېړنې برخه کې له یادې محکمې سره همکاري وکړي، که نه، خو زیاتوي: «په دې اړه د اسلامي امارت مسوولانو سره کوم څه نه‌دي شریک شوي او هر وخت چې ورسره شریک شول، موږ به خپل دریځ په ډاګه کړو. د اسلامي امارت په واکمنېدو سره جګړه پای ته رسېدلې او په تېرو شلو کلونو کې هېواد اشغال شوی و.‎»

افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د لاهه نړیوالې محکمې غړیتوب اخیستی او پر بنسټ یې، دا محکمه کولای شي چې له دغه کال وروسته افغانستان کې شوي جګړه‌ييز جنایتونه وڅېړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت او داعش وسله‌والې ډلې ترڅنګ، بهرني ځواکونه او پخواني افغان ځواکونه هم پر جګړه‌ييزو جنایتونو تورن دي، خو امریکا نه یوازې خپل جنایتونه نه‌دي منلي، بلکې د هغو د څېړنو مخالفت یې هم کړی دی.

په وروستۍ پېښه کې، د امریکا هوايي ځواکونو له افغانستانه تر وتلو یوازې دوه ورځې وړاندې د اګېسټ په نهه‌ویشتمه د کابل خیرخانه سیمه کې پر یوه کور هوايي برید وکړ او د اوو ماشومانو په ګډون یې لس ملکیان ووژل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام