د اروپايي ټولنې، فرانسې، المان، ایټالیا، ناروې، بریټانیا او د امریکا ځانګړیو استازیو پرون جمعه په یوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي، له دې وروسته د دوی مرستې د اسلامي امارت کړنو پورې تړلې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اسلامي امارت له ښځو او قومي لږکیو سره ښه چلن نه لري. په دغه خبرپاڼه کې د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو  د تړل کېدو او پر ښځو د محدودیت لګېدو پرېکړه غندل شوې او له اسلامي امارت غوښتل شوي چې په دې اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د ښځو حقونو فعاله او د سیاسي چارو شنونکې عارفه فاطمي، که څه هم وايي د نړیوالو مرستو په بندېدو سره هېواد کې بشري ناورین رامنځته شي، خو ټيڼګار کوي چې د ښځو حقونه د نړیوالې ټولنې او افغان مېرمنو سره کرښه ده.

نوموړې سلام‌وطندار ته وویل: «د نړیوالې او اروپايي ټولنې شرط دا دی چې اسلامي امارت باید په عمل کې ثابته کړي چې د بشر  او ښځو حقونو ته درناوی لري. خو زمونږ اندېښنه دا ده، که چېرته نړیوالې مرستې ودرول شي، نو هېواد کې به ستره غمیزه رامنځته شي.

بل‌خوا  یوشمېر نور شنونکي بیا وايي چې اسلامي امارت باید له رامنځته شوي، فرصت څخه په ګټې اخیستو نړیوالو سره تعامل وکړي، څو افغانستان کې بشري بحران له منځه لاړ شي.

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې شرطونه کې نه‌ږدي او خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هڅه مو وکړه چې د دغې خبرپاڼې په تړاو د اسلامي امارت د مسوولانو نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې اړیکو سربېره بیا هم بریالي نه شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته، هېواد کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنې پر خپل ځای دي او سره له دې چې د بېلا‌بېلو بنسټونو له لوري خلکو سره بشري مرستې شوي، خو د اسلامي امارت چارواکو د دغه وضعیت څرنګوالي او دا چې بشري وضعیت کې څه بدلون راغلی، څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام