کابل ښاریان د نړیوالو له لوري د مرستو د وېش پر څرنګوالي نیوکه کوي او وايي، دغه مرستې اړمنو کسانو ته نه رسېږي.

د کابل یوشمېر اوسېدونکي چې د سرې میاشتې دفتر مخې ته د مرستو غوښتلو لپاره ورغلي وایي، ټوله ورځ د دې دفتر مخې ته تېره کړي خو مرستې یې نه‌شي ترلاسه کولی.

دوی وایي، بېوزلو سره کېدونکې مرستې واسطه‌لروونکو او خپله د امارت کارکونکو ته رسېږي.

“مرستې هېچاته نه رسېږي، افشارو سیمه کې د سرې میاشتې مرکزي دفتر ته ولاړو، د مرستو لپاره عرض‌پاڼه یې راته په مخ ووهله او کله چې د اماراتو کسان راځي عریضه ورته ټاپه کوي او ورته وایي چې ورشه قلعه‌ فتح‌الله ته او مرسته ترلاسه کړه.”

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی چې د مرستې اخیستو لپاره د سرې میاشتې دروازې مخې ته راغلی وایي: “دلته یې مونږ وینو، د امارت موټر راځي او باریږي. مونږ یې وینو چې مرستې وړي. د پولیسو رنجر راځي په تورو ښیښو موټرو کې مرستې وړي. نه پوهېږو چې چېرې یې وړي. مونږ هره ورځ راځو چې مرسته ترلاسه کړو، خو اسلامي امارت راته وايي، افشارو ته ولاړ شئ، خو دوی خپله دلته موټر باروي او وړي یې.”

کابل کې د سرې میاشتې ټولنې مشر عبدالله حماد د کابل ښاریانو نیوکې او تورونه ردوي او هېوادوالو ته ډاډ ورکوي چې د مرستو د وېش او د اړمنو کسانو د تثبیت پروسه رڼه ده او هېڅ ډول فساد په‌کې نه‌کیږي.

خو حماد وایي هغه کسان چې د دوی د دفتر مخې ته راټولېږي، هر یوه یې یو یا دوه ځلې مرستې ترلاسه کړي، ځکه نو هغو کسانو ته مرستې رسول کېږي چې د دغه بهیر څخه پاتې وي.

نوموړی د اسلامي امارت کسانو له خوا هم د مرستو ترلاسه کولو ادعاوې بې‌اساسه بولي.

د کابل د سرې میاشتې ټولنې مشر عبدالله حماد وویل: “هېڅ څوک دا نشي ثابتولی چې د تورو ښیښو موټرو ته دې مونږ مواد ورکړي وي او یا په دې نامه چې دا طالب دی او مرسته ورته ورکړل شوی وي. خو غریب کوم څوک که راغلی وي، یا داسې ملګري لکه دا اوس چې راغلي، هغه چې له دې ځایه ځي دوی فکر کوي هر څوک چې دلته راشي، نو مرستې ورته ورکول کېږي خو داسې نه ده.”

په همدې حال کې د کابل قصبې سیمه کې د شیخ‌زاهد یا اماراتو د ښارګوټي ګڼ شمیر اوسېدونکي هم شکایت لري او وايي، سره له دې چې دغه ښارګوټي کې ډېر بیوزله کسان ژوند کوي، خو مرستې ورسره نه دي شوي.

هغوی وایي، ښایي یو ځل ځینو محدودو کسانو سره مرستې شوې وي، خو دوی د ګذر په ځینو وکیلانو او د زون په مشر شک لري چې د هغوی مرستې به په خپله اخیستې وي.

د دغه ښارګوټي اوسېدوونکي وایي: “یوازې دا اوازه اورو چې کمک شته، خو مونږ په سترګو نه دی لیدلی. دلته هم ویل کیږي چې شهرک ته مرسته راغلي، مګر مونږ څه نه دي لیدلي چې چا سره کمک شوی وي.”

خو د کابل د سرې میاشتې مشر د گذر پر وکیلانو د فساد تورونه ردوي او وایي، دا ادعاوې بې بنسټه دي. هغه وویل د اړمنو کسانو د تثبیت هم مشخص ټیمونه لري او د سیمې د مشرانو په مرسته هغوی تثبیت او ثبتېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د کابل د قصبې سیمې د اماراتو د ښارګوټي مشر میرمحمد ایوب مظلومیار هم د سیمې د اوسېدونکو نیوکې ردوي او وایي، یو ځل د دغه ښارګوټي ۲۰۰ کسانو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

هغه وایي چې په دغه ښارګوټي کې د بې‌وزلو کسانو شمېر زیات دی خو د نورو سیمو په پرتله له دوی سره کمه مرسته شوې.

په همدې حال کې د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د مطبوعاتي تیم غړی عبدالباسط انصاري وایي چې د دغو مرستو په تناسب د اړمنو کسانو شمېر ډېر دی.

هغه وویل، په داسې حال کې چې د افغانستان تر ۷۰ سلنه ډېر وګړي مرستو ته اړتیا لري، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د هېواد په کچه شاوخوا یو لک کورنیو سره نغدي، د جامو او خوراکي توکو مرستې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګروملتونو په تازه راپورکې ویلي چې ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۴ میلیونو زیات شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام