د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت وايي، ځینې رسنۍ هېواد کې د نظام له بدلېدو وروسته د اسلامي امارت پر وړاندې منفي تبلیغات کوي او په‌کار ده چې لاس ترې واخلي.

دغه وزارت دا څرګندونې نن په یوه «لارښود» کې کړي او د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر له مسوولانو یې هم غوښتي چې په خپلو اقداماتو کې داسې څه ونه کړي چې رسنۍ منفي رنګ ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه وزارت د اسلامي امارت کارکوونکو او ځواکونو ته لارښوونه کړې چې د داسې تصویرونو یا ویډیوګانو له اخیستلو او په خپل سر خپرولو څخه ډډه وکړي چې امینتي رازونه او پټ ځایونه په‌کې څرګندېږي.

په یاد لارښود کې یو ځل بیا ټینګار شوی چې د اسلامي امارت مسوولان او سرتېري باید د د قضايي او امنیتي ادارو له حکم او له ډېرو استثنايي حالاتو پرته د چا شخصي حریم نقض نه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په لارښود کې لیکل شوي چې هېڅوک حق نه لري، څو د خلکو ټیلیفونونه، برښنايي وسایل، کورونه، حمامونه، تالارونه، دفترونه او هټۍ وپلټي. دا په داسې حال ده چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د مسوولانو او سرتېرو له لوري د خلکو د خصوصي حریم د نقض په اړه شکایتونه شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام