پر بشري حقونو د څار سازمان د ښځو برخې مرستیالې هیډر بار د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ته ویلي چې د اسلامي امارت چارواکو د سفر معافیت پای ته ورسوي او نور مشران یې هم د سفر بندیزونو نوملړ ته ور زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي تراوسه د اسلامي امارت چارواکو د سفر د معافیت مودې غځولو په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي. د اسلامي امارت یوشمېر چارواکي له کلونو راهیسې د ملګرو ملتونو د سفر بندیزونو په نوملړ کې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هیډر بار د ملګرو ملتونو له سرمنشي غوښتي چې د دغه سازمان د بشري حقونو شورا دې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بشپړه څارنه وکړي او په دې اړه دې د مسوولانو ځوابونه وغواړي.

هغې د ملګرو ملتونو سرمنشي ته وړاندیز کړی چې د افغانستان بانک پر کړنو د څارنې لپاره دې هم هڅې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام