د لوړو زدهکړو وزارت مسوولانو نن کابل کې ملت ته د دولت حساب ورکولو په لړ کې يوې خبري ناستې ته غونډې ته وویل، نړیواله ټولنه دې افغانستان کې د معیاري لوړو زدهکړو برخه کې مرسته وکړي.
د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني ويلي، که نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه افغانستان کې معیاري زدهکړې او ښوونه غواړي، له افغانستان څخه بهر دې د لوړو زدهکړو وزارت د مسوولانو د سفر په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي.
دا په داسې مهال دی چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت له خوا د نجونو زدهکوونکو د ښوونځیو نه پرانیستلو له امله ملګروملتونو د لوړو زدهکړو د سرپرست عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت د مرستيال سیداحمد سیدخېل د سفر معافیت لغوه کړی وو.
له دې سره د اسلامي امارت د لوړو زدهکړو سرپرست تېر یوه کال کې د څلورو پوهنځیو او ۲۲ څانګو رامنځته کول، د دغه وزارت له لاسته راوړنو څخه بولي.
نوموړي د لوړو زدهکړو وزارت د تحصیلي نصاب په اړه هم وویل، دغه نصاب کې مهم دیني او ملي مسایل په پام کې نیول شوي دي.
هغه زیاتوي چې تر دې مخکې پوهنتونونو کې د ثقافت مضمون اوونۍ کې یو ځل تدریس کېده، خو اوس اوونۍ کې درې ځلې تدریس کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت مسوولان زیاتوي چې د یوولسو ولایتونو لپاره یې د شرعیاتو پوهنځي هم منظور کړي دي.
دوی ډاډ ورکوي چې د یوشمېر هېوادونو استادان به افغانستان ته را دعوت کړي، څو افغان استادان یې تجربو څخه برخمن شي.