د وحشي ژویو د ساتنې بنسټ یا WCS د وحشي ژویو د ساتنې له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله وايي، د هغو شمېرو له مخې چې دغه بنسټ د بامیان ولایت د بېلابېلو سیمو له اوسېدونکو را ټولې کړي، تېر کال په یوه میاشت کې ۳۰۰ غرڅې په دغه ولایت کې ښکار شوې دي.

د دوی په وینا، په دغه ولایت کې د باز او باښې په څېر الوتونکو ښکار هم ډېر شوی دی.

د یاد بنسټ مسوولان د ښکاریانو دغه کار د وحشي ژویو د ساتنې لپاره له ناورینه ډک بولي او د بامیان ولایت له مسوولانو غواړي چې مخه یې ونیسي.

د وحشي ژویو د ساتنې بنسټ مسوول محمداکبر سیغاني وايي، د بامیان ولایت د مسوولانو په همکاري يې په دغه ولایت کې تر ۲۰۱۸ کال پورې د وحشي ژویو د ښکار مخنیوي په موخه سیارې ګزمې کولې او په وینا یې، دغه کار یې د غرڅو، لېوانو او نورو وحشي ژویو د ډېرېدو لامل شوی و. هغه زیاتوي، له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې دغه بنسټ په بامیان ولایت کې خپل فعالیت کم کړی، په خپلسرې توګه د وحشي ژویو ښکار هم ډېر شوی دی.

د نوموړي په وینا، اوس په بامیان ولایت کې د بېلابېلو وحشي ژویو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی. سیغاني وايي، د بامیان محلي اداره د ښکار مخنیوي لپاره پلان نه لري او ورځ تر بلې په دغه ولایت کې د وحشي ژویو ښکار ډېرېږي.

خو د بامیان امنیه قوماندان زبردست ساپی وايي، په روان کال کې یې ۱۰ وسله‌وال ښکاریان نیولي دي.

د بامیان ولایت مالي او اداري مرستیال عتیق‌الله عتیق وايي، د یوشمېر کم پیدا وحشي ژویو نسل چې د هېواد په نورو برخو کې ورک شوی دی، د بامیان د چاپېریال ساتنې په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي او د ساتنې لپاره یې هم پلان لري.

د بامیان د چاپېریال ساتنې ریاست مسوولان بیا دغه ولایت د بېلابېلو وحشي ژویو لپاره ښه پټن‌ځای یادوي.

د دغې ادارې رییس ابراهیم دادفر وايي، اوس د بامیان ولایت د چاپېریال ساتنې په بېلابېلو برخو کې ډېر وحشي ژوي اوسېږي. هغه د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي چې له دغه ریاست، د چاپېریال ساتنې برخې فعالانو او د حیواناتو د حقونو پلویانو سره د وحشي ژویو د ساتنې په برخه کې همکاري وکړي.

لومړنی ملي پارک بندامیر، شاه‌پولادي او د بامیان نورې برخې په دغه ولایت کې د چاپېریال ساتنې ملي او ساتل شوې برخې دي چې یوازې په یوه برخه کې یې شاوخوا ۱۲۰ ډوله الوتونکي او لسګونه وحشي ژوي تر پېژندنې وروسته ثبت شوې دي. د معلوماتو له مخې، په وروستیو څلورو کلونو کې د ښکاریانو زیاتېدو له کبله اوس د یوشمېر وحشي ژویو او الوتونکو نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخ دی.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام