د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا د منشور اعلان؛ ا.ا: غبرګون نه لرو

د ا.ا د بیاواکمنېدو یوه کال پوره‌کېدو سره هم‌مهاله، د افغانستان ژغورنې لپاره د مقاومت شورا چې د یوشمېر افغان سیاسي څېرو له لوري رامنځته شوې، څو ورځې وړاندې د انلاین غونډې له لارې خپل منشور اعلان کړ. د دې شورا غړی همایون خیري سلام‌وطندار ته ویلي، د اوسني حکومت پر وړاندې به ۱۶ کاري کمېټو کې فعالیت ته دوام ورکړي.

بلال کریمي: امریکا په ناقانونه توګه د افغانستان شتمني کنګل کړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا درې اوونۍ وړاندې ادعا وکړه چې کابل کې یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د یوه هوايي برید پرمهال وژلی دی. که څه هم د ا.ا حکومت په رسمي توګه تراوسه په دغه هوايي برید کې د ایمن‌‌الظواهري مړینه نه‌ده تایید کړې، خو بیا یې هم پر افغانستان ناوړه پایلې د راڅرګندېدو په حال کې دي.

پوهنې وزارت: د نجونو ښوونځیو بیاپرانستل د یوې شپې او ورځې کار نه دی

د پوهنې وزارت مسوولانو نن کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو پر بیاپرانستلو کار روان دی. نوموړی زیاتوي چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل هم د یوې ورځې یا شپې کار نه دی.

افغانستان کې د پولیو تر ټولو ټيټه کچه؛ روان کال کې یوه پېښه ثبت شوې

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا نن سه شنبه په یوه خپور کړي راپور کې ویلي، افغانستان کې د ماشومانو د ګوزنډ یا پولیو ناروغۍ پېښې تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې دي. دغه بنسټ زیاته کړې چې افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال پرمهال د پولیو څلور او په ۲۰۲۰ کال کې بیا ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

کندوز کې د نامشروع اړیکو او نشه‌يي توکو د پلور په تور اته کسان نیول شوي

کندوز کې امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په علي‌اباد، د مرکز درېیمې او څلورمې حوزو کې د دوو ښځو په ګډون اته کسان د نامشروع اړیکو او نشه‌يي توکو د پلور په تور نیول شوي دي. د نوموړي په وینا، امنیتي ځواکونو همداراز درې نور کسان د کندوز ښار درېیمې امنیتي حوزه کې د نشه‌يي توکو د پلور په تور نیولي.