د پوهنې وزارت مسوولانو نن کابل کې ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام په لړ کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو پر بیاپرانستلو کار روان دی.

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان په یاده ناسته کې ویلي چې یاد وزارت دې برخه کې یو لړ کارونه کړي، خو په وینا یې، ځينې کارونه ښايي کال یا کلونه وخت ونیسي. نوموړی زیاتوي چې د نجونو ښوونځیو بیاپرانیستل هم د یوې ورځې یا شپې کار نه دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د پوهنې وزارت په دې برخه کې کافي کارونه کړي. خو ځینې پروسې د یو کال پرځای کلونه وخت نیسي او د ښوونځیو مسله د یوې ورځې او یوې شپې خبره نه ده. افغانستان یو فرهنګي هېواد دی چې ډېرې ستونزې لري او دا یې ځای نه دی چې په تفصیل بحث پرې وشي.»

د مسوولانو په وینا، په ټول افغانستان کې ۱۷۷۸۰ ښوونځي موجود دي چې له ډلې یې ۱۵۰۸۳ دولتي او ۲۶۹۷ یې خصوصي دي. دوی زیاته کړه چې دا مهال په ټول افغانستان کې د ښوونځیو زده‌کوونکو شمېر ۱۰ میلیونو ته رسېږي چې ۶ میلیونه یې هلکان او ۴ میلیونه یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت مسوولانو همداراز زیاته کړه چې د افغانستان د ښوونځیو د ښوونکو شمېر ۲۴۲زرو ته رسېږي چې شاوخوا ۹۲زره یې ښځینه ښوونکې دي.

بل‌خوا د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال کرامت‌الله اخند‌زاده په دې خبري ناسته کې وویل چې تراوسه  ۲۰۰۰۰ دیني عالمانو د سویې تثبیت ازموینې لپاره نوملیکنه کړې چې راتلونکې وږي میاشت کې به یې ازموینه واخیستل شي.

د اسلامي تعلیماتو مرستیال زیاته کړه چې له دې ازموینې وروسته به دیني عالمانو ته د پوهنې وزارت له‌خوا د دولسم او څوارلسم او لوړو زده‌کړو وزارت له لوري به ورته د لېسانس کچې سندونه ورکړل شي.

د علماوو داسنادو ارزیابی د آزموینی لپاره په منظم دول نوم لیکنه روانه ده، چی تر دی مهاله ثه د پاسه شل زره تنو علماوو ورته خپل نومونه ثبت کری دی، چی د را روانی سنبلی په میاشت که به ور ثخه آزموینه و اخیستل شی.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت بیاواکمنېدو راهیسې تراوسه له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو بېرته پرانستلو لپاره هېڅ میکانیزم نه تر سترګو کېږي. که څه هم د اسلامي امارت مسوولانو په وار وار د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو ژمنې کړي، خو تراوسه نه دي عملي شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام