د اسلامي امارت د پوهنې وزارت مسوولان وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو د بیا پرانستلو لپاره هڅې روانې دي او په دې برخه کې تر یوه بریده پرمختګ شوی دی.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند عزیز ریان د «پاک-افغان جرګه» تر نوم لاندې په یوې انلاین غونډه کې ویلي چې افغانستان کې د منځنۍ او لېسې دورې د ښوونځیو تړل پاتې کېدل دایمي نه دي او د یوه خوندي چاپیریال په رامنځته کېدو سر به ډېر ژر بیاپرانستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي همداراز ویلي، اسلامي امارت په جدیت سره کار کوي چې د اسلامي او افغاني فرهنګ سر سم، د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستلو لپاره یوه طرحه جوړه کړي چې تر یوه بریده په‌کې پرمختګ هم شوی دی.

ریان زیاته کړې چې اسلامي امارت د نجونو لپاره د یوه خوندي چاپریال رامنځته کول، خپل ملي او شرعي مسوولیت ګڼي او د نجونو زده‌کړو ته د نړیوالو فشارونو به؛ بلکې د افغان ملت د مشروع غوښتنو پربنسټ ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه باندې اته میاشتې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو پرمخ د ښوونځیو دروازې تړل شوي دي.

 که څه هم اسلامي امارت د روان کال د وري میاشتې په درېیمه د ټولو ښوونځیو د بېرته پرانستلو ژمنه کړې وه، خو په هماغه ورځ یې بېرته اعلان وکړ چې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

په ښکاره اسلامي امارت د ښوونځیو د تړل کېدو پرېکړې لامل د شرعي لباس د طرحې جوړول یاد کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د اسلامي امارت دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې ګڼ‌شمېر غبرګونونه له ځان سره لرل او له اسلامي امارت غوښتنه وشوه چې د نجونو ښوونځي دې ژر تر ژره پرانیزي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام