د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد نن کابل کې یوې غونډې ته وویل چې پکتیا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو په اړه پلټنې پیل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د پرانېستل کېدو واک یوازې پوهنې وزارت سره دی او بل څوک یې د پرانستل‌کېدو امر نه‌شي ورکولای.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د پکتیا محلي چارواکو پرون سلام‌وطندار ته وویل چې له تېرو څو ورځو راهیسې د دغه ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالي کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ځینې ښوونځي پرانېستل شوي دي.

چارواکو ویلي و چې د نجونو دغه ښوونځي د ښوونځیو د مدیرانو او خلکو له‌خوا پرانېستل شوي.

د ا.ا له واکمنېدو راهیسې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي چې تراوسه یې د بېرته پرانېستلو په اړه پرېکړه نه ده نیول شوې.

که څه هم د پوهنې وزارت د روان کال د وري میاشتې په لومړیو کې د نجونو ښوونځيو د بیاپرانېستلو کېدو خبر ورکړی و، خو په هماغه ورځ د دغه وزارت مسوولانو وویل چې تر بلې خبرتیا به ښوونځي تړلې وي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

پوهنې وزارت له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل‌کېدو لامل د حجاب په اړه د یوې طرحې جوړول په ګوته کړي دي. هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځيو تړل‌کېدو ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه هم له ځان سره لرلي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام