د باختر خبري اژانس د خبر له مخې، د پوهنې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د نجونو ټول «منځني او لېسې» ښوونځي به د یاد وزارت تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، هر کله چې د شریعت، افغاني دود او فرهنګ سره د ښوونځيو لباسونه جوړ شي، هغه وخت د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پراساس به ښوونځي بېرته پرانستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې پرون د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې له لومړي تر دولسم ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو خبر ورکړی و.

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته د تلو اجازه ترلاسه نه کړه.

ښوونځیو ته د نجونو نه‌پرېښودو له کبله ګڼ‌شمېر نړیوالو سازمانونو او په کور دننه زده‌کوونکو د اسلامي امارت دې کړنې ته غبرګونونه وښودل، خو اسلامي امارت په دې برخه کې د یوې طرحې پر جوړېدو ټينګار کاوه.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت د کب میاشتې په اتمه نېټه د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو طرحې له بشپړېدو خبر ورکړ.

د پوهنې وزارت ویاند عزیزاحمد ریان سلام‌وطندار ته وویل چې د نجونو ښوونځیو د بیاپرانستلو طرحه د تصویب لپاره کابینې ته لېږدول شوې او په تصویبېدو سره به یې له شپږم ټولګي پورته نجونې زده‌کوونکې کولای شي، بېرته ښوونځیو ته لاړې شي.

دغه وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې ټول ښوونځي، مدرسې او ښوونیز مرکزونه به سر له چهارشنبې د وري میاشتې په درېیمه نېټه پیل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي وو چې ټول د مدرسو، ښوونځیو او ټولو ښوونیزو مرکزونو زده‌کوونکې او ښوونکې دې د لباس او یونیفورم په برخه کې ټول «ملي او شرعي معیارونه» په پا کې ونیسي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام