د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې پوهنې وزارت هڅه کوي، څو په نوي لمریز کال کې د نجونو ټول تړل شوي ښوونځي بېرته پرانیزي.

نوموړي له اسوشیټډپرېس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ټينګار کړی چې اسلامي امارت هیله‌مند دی، څو په نوي ښوونیز کال کې د نجونو ښوونځي بېرته پرانیزي. مجاهد ویلي، د نجونو او ښځو د ښوونې مسله له «ظرفیت» سره تړلې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې نجونې او هلکان باید په بشپړه توګه په جلا ټولګیو زده‌کړې وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې په دې برخه کې تر ټولو لوی خنډ د ښځينه زده‌کړیالانو لپار د لیلیې موندل او جوړول دي.

مجاهد همداراز ویلي، هغو سیمو کې چې نفوس ډېر دی د نجونو او هلکانو لپاره د جلا ټولګیو شتون کافي نه دی او باید دوی ته نورې ودانۍ جوړې شي.

دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د اسلامي امارت له راتلو سره په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي وتړل شول او له یوې میاشتې وروسته یوازې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړل شوه او د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ځايي اوسېدونکو او اسلامي امارت ترمنځ له خبرو وروسته له شپږم ټولګي پورته ځينې ښوونځي بېرته پرانیستل شول.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت دغه اقدام په کور دننه او بهر کې ګڼ‌شمېر غبرګونونه راوپارول، خو د اسلامي امارت چارواکو ټينګار کړی چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې به نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي او د نجونو د ښوونځیو د بیا پرانیستلو پر یوې طرحې کار کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام