د نوي کال نمانځلو لپاره یوازې د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي او دغه جشن د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او بهر کې هم نمانځل کېږي.

هر کال د نوي کال په را رسېدو سره په بلخ کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاتېږي او سږ کال د تېر هغه په پرتله ډېره شوې ده. ټول خلک هڅه کوي چې خپل نابشپړ کارونه سر ته ورسوي، د پېر او پلور بازار تود دی او ښاریان د نوي کال نمانځلو او مېلمنو ته د ښه راغلاست لپاره پر چمتووالي بوخت دي.

د بلخ اوسېدونکو نوریې یوسفي او سیدعلي موسوي سلام‌وطندار ته ویلي چې دوی د نوي کال لپاره د خپلو کورونو پاکولو تر څنګ، ځینې دودیز پروګرامونه هم لري. د دوی په وینا، خلک هڅه کوي چې په نوي کال کې سمنک او اووه ډوله مېوې جوړې کړي چې په وینا یې، همدا یې د فرهنګ یوه برخه ده.

په بلخ کې دوه خیاطانې بصیره او کوثر هم وايي چې د نوي کال په را رسېدو سره د خیاطانو بازار هم ښه تود شوی دی. د دوی په خبره، د کال په وروستیو ورځو کې د ښار پر خیاطیو ګڼه‌ګوڼه زیاته شوې او دوی هڅه کوي چې د نوي کال نمانځلو لپاره د خپلو پېرودونکو جامې ورته وګنډي.

د نوي کال جشن نمانځلو کمېسیون مسوولان وايي، د نوروز جشن نمانځلو په موخه ورته د ولسمشر غني امر رسېدلی او د نوروز جشن نمانځلو په موخه پر ځانګړو تدابیرو کار کوي.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رییس مطیع‌الرحمان کریمي وايي، د ۱۴۰۰ کال په مناسبت نه یوازې په بلخ، بلکې په ډېری ولایتونو کې نیالګي کېنول شوي دي. د هغه په خبره، غواړي چې د ۱۴۰۰ کال لپاره یو نښان هم جوړ او بیا یې په ټولو اړوندو پروګرامونو کې وکاروي. کریمي زیاتوي چې په بلخ کې به یوه څلورلارې هم د هېواد پر ملي بیرغ او ځینو نورو نښانونو سینګار کړي.

په همدې حال کې خلک د تېرو کلونو په څېر سږ کال هم د نوي کال نمانځلو پر مهال د امنیتي پېښو په اړه اندېښنې لري.

د مزارشریف اوسېدونکي ناجیه حیدري او حبیب پر حکومت، په ځانګړ ډول امنیتي ادارو غږ کوي چې د نوي کال د نمانځلو مراسمو امنیت خوندي کړي، څو خلک په ارامه فضا کې دا جشن ونمانځي.

خو د بلخ د پولیسو ویاند عادل‌شاه عادل د امنیتي ګواښونو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو د هڅو او د ښاریانو او مېلمنو د امنیت خوندیتوب خبر ورکوي. نوموړی وايي، پر لویو لارو او مزارشریف ښار ته د څېرمو واټونو امنیت خوندیتوب لپاره امنیتي ځواکونو ځای پر ځای شوي او هغه مېلمانه او نور خلک چې مزارشریف ښار ته راځي، د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري پلټل کېږي.

نوروز، د نوي لمریز کال د لومړۍ ورځې په توګه د افغانستان په ګډون، د نړۍ په ډېری هېوادونو، لکه ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزېستان، عراق، ترکیې، پاکستان، هندوستان، روسیې، الباني، چین، جاپان، ایران او اذربایجان کې نمانځل کېږي. د دې ورځې تاریخي نمانځنه په بلخ کې د جمشېد پاچا په دورې پورې تړل کېږي.

د نوروز ورځې جشن د تاریخ په اوږدو کې د خلکو له لوري نمانځل شوی، خو دغه جشن د طالبانو واکمنۍ پر مهال او په ۱۳۹۹‎ کال کې د کورونا ویروس له کبله په ازاده فضا کې و نه نمانځل شو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام