د لوګر یوشمېر اوسېدونکو، د مدني ټولنې غړیو او د جګړې د قربانيانو کورنیو نن د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ښار اړوند په هغې سیمه کې چې د تېرې جمعې په ورځ په‌کې موټربم برید وشو او له امله یې ۲۴ کسان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول، د اعتراض په توګه پرلت کړی دی.

دوی په یاده سیمه کې د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د غمشریکۍ، تلپاتې سولې، اوربند او په هراړخیز ډول د یادې پېښې د څېړلو په موخه خیمه درولې ده.

معترضان یاد موټربم برید په سختو ټکو غندي او د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کوي چې نور له وژنو لاس واخلي او هېواد کې تلپاتې اوربند او سوله وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یو پرلت‌کوونکی محمداکرم احمدزی وايي، حکومت دې د خلکو او عامه بنسټونو امنیت وساتي او د وسله‌والو فعالیتونو او چاودنو مخه دې ونیسي. هغه پر طالبانو هم غږ کوي چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او په عامه ځایونو کې چاودنې او بریدونه بس کړي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې یاده خیمه به تر هغې ولاړه وي چې افغان حکومت او طالبانو یې غوښتنې نه وي منلې.



د لوګر دوه نور اوسېدونکي لاروخان او محمداسماعیل هم د جګړې پر ښکېلو غاړو غواړي چې په هېواد کې روانه افغان وژنه ودروي او اوربند وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو د تېرې جمعې د روژه‌ماتي پر مهال د لوګر په مرکز پل‌علم ښار کې د ازرې ولسوالي د اوسېدونکو پر مېلمستون موتربم برید وکړ چې له کبله یې ۲۴ ملکیان ووژل شول او ۱۱۰ نور ټپیان شول. دغه برید په کور دننه او بهر ګڼ غبرګونونه له ځانه سره لرل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام