ورووسته له هغې چې د پاکستان پارلمان د دغه هېواد د لومړي وزیر عمران‌خان پر وړاندې د اپوزېسیون له لوري وړاندې شوې د نه باور رایې طرحه رد کړه، د یاد هېواد ولسمشر د لومړي وزیر عمران‌خان په غوښتنه پارلمان منحل کړ او د ټاکنو د ترسره کېدو پرېکړه یې وکړه.

د یادې پرېکړې له مخې، تر راتلونکو درېوو میاشتو به په دغه هېواد کې ټاکنې ترسره کېږي او نوی حکومت به رامنځته شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یو‌شمېر کارپوهانو په وینا، پاکستان چې تل د افغانستان په کورنیو چارو کې دخیل و، نوی حکومت به یې هم د افغانستان په اړه خپله‌تګلاره بدله نه کړي.

د نړیوالو چارو کارپوه جاوید مومند وایي، په پاکستان کې ناورین یا د نوي حکومت راتلل نشی کولای، پر افغانستان مثبت یا منفي اغېز وکړي او په سیاست کی به یې ډېر بدلون هم رانشي.

د جاوید مومند په خبره، پاکستان کې ټول واک د پوځ په لاس کې دی او هڅه به کوي چې له اسلامي امارت سره نورې هم اړیکې ښې کړي او داسې تعامل ته ورسره ورسېږي، څو د پاکستاني طالبانو سره د خبر زمینه برابره او خپله ستونزه ورسره حل کړي.

د هغه په خبره، پاکستان تل خپلو ملي ګټو ته ژمن دي او افغانستان یې تل د خپلو ګټو قرباني ګرځولی دی.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «له ۱۹۴۰ کاله څخه راپدېخوا د پاکستان سیاستونه د افغانستان په اړه که ورته وګورو، ډېر ورته‌والی لري او هر نظام ته یې سیاستونه مخکې له مخکې طرحه شوي دي.»

دغه راز د سیاسي چارو بل کارپوه ګل‌محمد ګلزی هم ورته نظر لري او وایي، که په پاکستان کې نوی حکومت یا هر بدلون راځي، بهرنی سیاست یې له پخوا څخه د پوځیانو له لوري ټاکل شوی او په ځانګړي توګه د افغانستان په اړه به کوم بدلون په‌کې رانه‌شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، دا د پاکستان کورنۍ مسله ده او په درېوو میاشتو کې به يې حل کړي چې تل د ملي ګټو په خاطر جوړ جاړی کوي او په سیاستونو کې هم بدلون نه راولي.

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام