ولسمشر غني چې نن د ملي شورا یوې فوق العاده غونډې ته وینا کوله وویل چې افغانستان باندې تېری شوی او په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې او د تېرې کوونکو پر وړاندې درېدل د ټولو ملي وجیبه ده.

ولسمشر زیاته کړه چې د بې ګنا وګړو د وژنې د مخنیوي او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یې سیاسي لار او نرمښت وښود، خو دښمن نه یوازې د سولې د ټينګښت په برخه کې کوم ګام پورته کړ، بلکې زمونږ نرمښت یې کمزورتیا وګڼله او جګړې ته یې زور ورکړ.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ولسمشر غني په خبره، طالبان د تېر په پرتله لا ظالم او وحشي شوي او هڅه کوي چې د دې خاورې تاریخ او جغرافیا له منځه یوسي، له همدې امله یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو کې په ښوونځیو کې د تاریخ او جغرافیې مضمونونو پر تدریس بندیز لګولی دی.

نوموړی وايي چې نن د دغه ملي ازموینې سره مخ یو او د دې وخت دی چې ټول سره متحد شي او د ګېلې او شکایت وخت نه دی. د خپلو کړنو قضاوت افغانانو ته پرېږدو.

په ورته مهال غني وایي، زمونږ د بیا شرط زمونږ یووالی او د دې وخت را رسېدلی چې ملي خبرې پیل کړو، ځکه د طالب په ذهن کې تلپاتې سوله نشته.

ولسمشر وایي چې په تېرو درېو میاشتو کې له یوه داسې حالت سره مخ شوي یو چې له وړاندې مو ورته وړاندوینه نه شوی کولای او په یوه داسې پلان کار کوو چې په شبږو میاشتو کې به یوه اسقرار ته ورسېږو.

نوموړي د ملي شورا له غړو غوښتنه وکړه چې د هېواد په کچه د ملي پاڅون او د خلکو د راټولو په موخه دې له خپل نفوذ څخه کار واخلي، څو دښمن ته غوڅ ځواب ورکړو او د افغانستان راتلونکی تضمین شي.

په همدې حال کې ولسمشر د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل چې طالبانو له نورو ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي، دیني او نړیوال قوانین یې تر پښو لاندې کړي دي.



هغه هېواد کې روانې جګړې ته په اشارې سره وویل چې د دغې جګړې تر شا د نامقدس اېتلاف، نړیوالو ترهګرو، باج اخیستونکو او قاچاقچیانو لاس دی، ځکه د افغانستان په ناامنۍ کې د دغو ډلو ګټه نغښتې ده.

له دې سره ولسمشر محمداشرف غني وایي چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د طالب فتنې د له منځه وړلو لپاره ټول چمتوالی نیول شوی او په دې موده کې د پوځ ‎ټول تمرکز به په سټراټیژیکو سیمو ور ټول وي. د ښارونو او ولسوالیو د امنیت مسوولیت به د پولیسو په غاړه وي او د ملي امنیت عمومي ریاست او د ملي امنیت شورا دفتر به د ملي بسیج چارې پر غاړه ولري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د ولسي جرګې عمومي رییس میررحمان رحماني وايي، د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته له جمهوریت او اساسي قانون څخه دفاع او د امنیت د خوندیتوب مسوولیت افغان ملي او دفاعي ځواکونو ته سپارل شوی او ملي شورا به د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه له خپلو ټولو واکونو څخه استفاده وکړي.

نوموړی د طالبانو پر وړاندې د ولسي پاڅون جوړېدل ګټور بولي او وایي چې د ملي پاڅون رامنځه کول به د امنیتي ځواکونو روحیه لوړه کړي. رحماني وایي، طالبان باید پوه شي چې جکړه د افغانستان ستونزه نه شي حلولی او ملي شورا د سولې له بهیر څخه ملاتړ کوي.

په همدې حال کې د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد د ولسمشر غني نننیو څرګندونو ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي، غني هڅه درلوده چې په دغو څرګندونو سره خپل خراب او اندېښمن وضعیت باندې پرده واچوي.

هغه په خپل ټویټرپاڼه لیکلي، «ملي ملي خاینان څاري او د عدالت مېز ته به یې راولي» او د ناسمو تورنو لګول به د ولسمشر غني د حکومت عمر را لنډ کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام