اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو تېره ورځ د تاشکند غونډې په پای کې د افغانستان روان وضعیت او سیمې ته یې د پایلو په اړه ګډه بیانیه خپره کړه. دغه بیانیه کې د افغانستان امنیت او وګړو څخه د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا پر همکاریو ټینګار شوی دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن او دغه غونډه کې د مرکزي اسیا د هېوادونو استازو، د ټول‌ګډونه دولت پر رامنځ ته کولو، سیمه‌ييزې انعطاف‌پذیرۍ او افغانستان کې د بشري حقونو پر تامین ټینګار کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بیانیه کې د باثبات، خپلواکه او هوسا افغانستان چې هم په کې ښځي او هم نارینه وکولی شي خپلو حقونو او ازادیو څخه برخمن ووسي ټینګار شوی او ویل شوي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه‌لیک پر اساس، افغانستان څخه نه‌باید د ترهګرو ازاده تګ راتګ ته اجازه ور کړل شي.

بیانیه کې راغلي چې غړيو هېوادونو د افغانستان سیاسي، ټولنیز او اقتصادي وضعیت ارزولی او پر افغان ټولنې یې د اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د دغې غونډې ګډونوالو څرګنده کړې چې افغانستان کې انساني او اقتصادي بحران د نړیوالې ټولنې غښتلي او همغږي ځواب ته اړتیا لري، ترڅو بشردوستانه مرستو ته د بشپړ لاسرسي لپاره زمینه برابره شي. همدارنګه د افغانانو پر خپلواکۍ او اساسي ازادیو، نړیوالو بشري حقونو، د ښې حکومتولۍ تضمین ته پر اړتیا، د خدماتو پر وړاندې کولو او د قانون حاکمیت پر ترویج ټینګار شوی دی.

اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو د ټولو سیاسي او قومي ډلو د مانالرونکي ګډون پر اساس د مشروع سیاسي بهیر له لارې د ټول‌ګډونه دولت رامنځ ته کول مهم بللي او بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، ماشومانو او اقلیتونو حقونو ته درناوی یې اړین بللی دی.

د دغې غونډې ګډونوالو افغانستان څخه د مخدره توکو، وسلو او د انسان قاچاق پر مخنیوي ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان خاورې څخه نه باید د نورو هېوادونو پر وړاندې د تروریزم ځالې په توګه ګټه واخیستل شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو ګډه بیانیه کې همدارنګه ویل شوي چې د تاشکند غونډې ګډونوالو افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له کار څخه ملاتړ څرګند کړی دی. د دې ترڅنګ، هوکړه شوې چې ګډون‌کوونکي دې له افغانستان څخه د ملاتړ لپاره د مشورو، همغږۍ او همکاریو په موخه بېلا بېلو ځایونو کې خپلو منظمو غونډو ته دوام ورکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام