د باميان والي: رسنیو د اسلامي حکومت پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې

د بامیان د والي  د رسنیو دفتر په فیسبوک کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت په اداري غونډه کې چې پرون جوړه شوې وه، د بامیان والي ملا عبدالله سرحدي وویل چې رسنیو د اسلامي حکومت پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې ده. هغه د بامیان له سیمه‌ییزو مسوولانو څخه غوښتي چې د «د ښمنانو د دسیسو» ښکار نه شي.

بادغیس کې د شري ناروغۍ زیاتېدل؛ دوو میاشتو کې ۳۵۲ کسان پرې اخته شوي

د باغیس ولایتي روغتون کې روغتیاپالان او ناروغ‌لرونکي سلام‌وطندار ته وايي، تېرو دوو میاشتو کې دغه ولایت کې د شري ناروغي زیاته شوې.
هغه کورنۍ چي په شري ناروغۍ اخته ماشومان يې روغتون ته د درملنې په موخه راوستي وايي، ماشومانو ته يې د شري ضد واکسین نه دی شوی، نو ځکه په دې ناروغۍ اخته شوي.

ناپېژنده وسله‌والو کندوز کې څلور واکسیناتوران وژلي

د کندوز د امنیې قومندانۍ ویاند قاري عبیدالله عابدي سلام‌وطندار ته وویل چې ناپېژنده وسله‌والو دغه څلور واکسیناتوران نن پنجشنبه کندوز ښار کې وژلي دي.
هغه وايي چې دوه واکسناتوران د کندوز ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «اوزلوبې میدان سړک» کې او دوه نور هم د «سه‌درک» اړوند د «سیاف‌ نمرې» سیمه کې کې وژل شوي دي.

یونیسف: سږکال به افغانستان کې ۳.۲ میلیون ماشومان له سختې خوراځوکۍ وکړیږي

د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ اداره یا یونیسف روان کال افغانستان کې پر سختې خوراځواکۍ د اخته کېدو شمېر زیاتېدو څخه خبر ورکوي.
یونیسف نن (پنجشنبه د کب په پنځمه) پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، روان ۲۰۲۲ میلادي کال کې به د ټول افغانستان په سطحه تر پنځو کلونو کم‌عمره ۳.۲ میلیون ماشومان له سختې خوارځواکۍ ځوریږي.

د افغانستان په اړه د تاشکند غونډه کې د افغانانو پر ملاتړ ټینګار شوی

اروپايي ټولنې او د مرکزي اسیا هېوادونو تېره ورځ د تاشکند غونډې په پای کې د افغانستان روان وضعیت او سیمې ته یې د پایلو په اړه ګډه بیانیه خپره کړه. دغه بیانیه کې د افغانستان امنیت او وګړو څخه د ملاتړ لپاره د اروپايي ټولنې او مرکزي اسیا پر همکاریو ټینګار شوی دی.

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر: روسیې پر اوکراین بریدونه پیل کړي  

د اوکراین بهرنیو چارو وزیر دیمتري کولبا پر دغه هېواد د روسیې د برید خبر ورکړی. هغه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین پر وړاندې بریدونه پیل کړي دي.
د اوکراین بهرنیو چارو وزیر په وینا، «دا یرغلګر بریدونه دي؛ خو اوکراین به له ځانه دفاع وکړي.» هغه له نړیوالو غوښتي چې د روسیې مخه ونیسي.

هرات کې د ناچاودې مرمۍ چاودنې د یوې کورنۍ څلور ماشومان وژلي

د هرات روغتیايي مسوولان وايي چې څلور ورځې وړاندې د هرات ښار «نواباد» سیمه کې د ناچاودې مرمۍ چاودنه کې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو ژوند بایللی او یو بل ټپي شوی. د هغوی په وینا، د یوه ټپي او دوو ماشومانو جسدونه د هرات حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.