Asset 1SWN

د باميان والي: رسنیو د اسلامي حکومت پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې

د بامیان د والي  د رسنیو دفتر په فیسبوک کې د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه ولایت په اداري غونډه کې چې پرون جوړه شوې وه، د بامیان والي ملا عبدالله سرحدي وویل چې رسنیو د اسلامي حکومت پر وړاندې سړه جګړه پیل کړې ده. هغه د بامیان له سیمه‌ییزو مسوولانو څخه غوښتي چې د «د ښمنانو د دسیسو» ښکار نه شي.

په خبرپاڼه کې د بامیان د والي له قوله لیکل شوي: « نن په رسنیو، مطبوعاتو او ټولنیزو پاڼو کې د اسلامي امارت په وړاندې عملآ سړه جګړه پیل شوې. نو ځکه مسوولان باید پام وکړي چې د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خبرپاڼې پر بنسټ، د بامیان والي له رسنیو څخه په ټینګار غوښتي څو د هغو خبرونو له خپرېدو دې ډډه وکړي چې د عامه ذهنونو د ګډوډېدو سبب کېږي. سرحدي ویلي چې خبریالان باید لومړی خپل خبرونه او راپورونه له سیمه‌ییزو چارواکو سره شریک کړي او بیا یې خپاره کړي. د هغه په اند، دغه بهیر د اسلامي امارت پر ضد د رسنیو د متضاد فعالیت مخه نیسي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د باميان والي د دغه ولايت ټولو سيمه‌ييزو مسوولانو ته لارښوونه کړې چې د ده له اجازې پرته دې له هېڅ رسنۍ سره مرکې نه کوي. ځکه د هغه په ​​​​اند « کېدای شي چارواکي له حقیقت څخه خبر نه وي او د دوی څرګندونې د د خلکو د اندېښنې لامل شي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د باميان د سيمه‌ييزې ادارې له خوا لګول شوي بندیزونه او فشارونه د دغه ولايت سيمه‌ييز خبريالان اندېښمن کړي دي. په باميان کې یو تن سيمه‌ييز خبريال نه غواړي نوم یې واخیستل شي سلام‌وطندار ته وويل، په دغه ولایت کې د اسلامي امارت سيمه‌ييزو چارواکو څو ځلې خبريالان ګواښلي او ويلي يې دي چې خپل فعاليتونه د دوی په غوښتنه تنظيم کړي.

د دغه خبریال په وینا، د باميانو د والي له خوا پر سيمه‌یيزو خبريالانو پرونۍ لګول شوي نوي بنديزونه او فشارونه د رسنيو او ازادو خبريالانو پر فعاليتونو منفي اغېز کړى او د بيان له ازادۍ څخه ښکاره سرغړونه ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام