Asset 1SWN

د افغانستان د خبریالانو مرکز: د رسنیو د فعالیت ځنډول د ټولیزو رسنیو قانون خلاف دي

د افغانستان د خبریالانو مرکز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې د نور او بریا ټلوېزیونونو د فعالیت ځنډولو پرېکړه د ټولیزو رسنیو له قانون سره په ټکر کې بللې ده.

دغه مرکز د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه اقدام په هېواد کې د ازادو رسنیو د محدودولو په مانا بللی او د دې پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه یې کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون غړیو پرون د یوې غونډې پر مهال د نور او بریا ټلوېزیون پر خپرونو د بندیز لامل د خبریالۍ اصولو او د ملي او اسلامي ارزښتونو په پام کې نه نیول بللي دي.

خو د بریا ټلوېزیون د خبر مدیر وسیم‌احمد ادیب سلام‌وطندار ته ویلي چې د اسلامي ارزښتونو او ملي مصلحتونو په رڼا کې یې د سرپرست حکومت سپارښتنې په پام کې نیولې او منلې دي.

هغه زیاتوي: «حکومت دا دلیل وړاندې کوي چې دغو رسنیو اصول او اسلامي ارزښتونو ته پام نه‌دی کړی او د حکومت پرله‌پسې خبرداري ته یې پام نه‌دی کړی. د بریا نړیوال ټلوېزیون هغه ټولې سپارښتنې او لارښوونې چې حکومت نورو رسنیو ته لېږلي، په بشپړ ډول په پام کې نیولې دي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، د ټولیزو رسنیو قانون ته په کتو، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو ته د رسېدو کمېسیون د پرېکړې پر بنسټ، د نور او بریا ټلوېزیون خپرونې د لنډې مودې لپاره ځنډول شوې دي.

د دغه وزارت ویاند خُبیب غُفران وايي: «د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د څېړنې کمېسیون د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، د نور او بریا ټلوېزیونونو د نشراتو ځنډېدو پرېکړه کړې او دوسیې یې محکمې ته لېږل شوې دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې نور ټلوېزیون د صلاح‌الدین رباني دی او له ۲۰۰۷ کال راهیسې فعالیت کوي او بریا ټلوېزیون هم په ۲۰۱۷ کال کې فعالیت پیل کړ او د ګلبدین حکمتیار د زوی حبیب‌الرحمان حکمتیار دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام