تېرو شلو کلونو کې د رسنیو او بیان ازادۍ یوه له مهمو لاسته‌راوړنو څخه شمېرل کېږي، خو دې وروستي یوه کال په تېرېدو سره چې افغانستان کې تازه سیاسي بدلونونه رامنځته شول، رسنۍ او خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

د افغانستان د ازادو ژورنالېستانو د ټولنې مشر حجت‌الله مجددي سلام‌وطندار ته ویلي چې په تېر یوه کال کې له ۵۴۴ فعالو رسنیو څخه ۲۱۹ يې بندي شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، افغانستان کې د رسنیو د ۱۲ زره کارکوونکو څخه ۷ زره يې هېواد کې د وروستیو سیاسي بدلونونو پرمهال خپلي دندې له لاسه ورکړې دي.

مجددي وايي، د رسنیو د هغو کارکوونکو له ډلې چې وزګاره شوي ۲۱۰۰ يې ښځي دي. هغه زیاتوي په تیر یوه کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۲۵ پېښې ثبت شوي چې د غیرقانوني نیونو دي.

له دې سره د افغانستان د ژورنالستانو او رسنیزو بنسټونو فدراسیون غړی سید علي‌اصغر اکبرزاده تېر یوه کال کې د رسنیو وضعیت د رسنیزو اصولو او قوانینو خلاف بولي.

د هغه په وینا، اسلامي امارت پر خپلې ژمنې چې ویلي وو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او رسنیزو سرغړونو کمېسیونونه بیا فعالوي، عمل نه دی کړی.

هغه وویل، د هرې ورځې په تېرېدو سره رسنیو لاډېرو ستونزو سره مخ کیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازاده رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نی مسوول ظریف کریمي وايي، هېواد کې د هغو رسنیو شمېر چې فعالیتونه یې بند شوي، د افغانستان په تاریخ کې د رسنیو لومړی او تر ټولو ستر ارقام دي.

د هغه په وینا، افغانستان کې په سیاسي بدلون سره، د رسنیو محتوا په بشپړ ډول بدله شوې او په خبري سرویس، ټولنیزو او دیني خپرونو محدوده شوې ده.

ښاغلی کریمي ټینګار کوي که اسلامي امارت افغانستان کې رسنیو څخه ملاتړ ونه کړي، د رسنیو سکتور به سقوط وکړي.

په همدې حال کې یوشمېر خبریالان سلام‌وطنادر ته وايي، افغانستان کې له وروستي سیاسي بدلون وروسته د رسنیو کارونو کې محدودیتونه او فشار زیات شوی دی.

د دوی په وینا، د تېرو شلو کلونو رسنیزو فعالیتونو په پرتله تېر کال د رسنیو لپاره تر ټولو له ستونزو ډک کال وو.

د خبریالانو په اند، اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د خبریالانو د ځاني او کاري مصوونیت نه شتون او سانسور تېر یوه کال کې د افغان خبریالانو له مهمو ستونزو څخه دي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د بې‌پولې خبریالانو سازمان یوه رپوټ کې ویلي وو، تېر یوه کال کې د افغانستان ۴۰ سلنه رسنۍ له فعالیت څخه لوېدلي او ۶۰ سلنه خبریالان بېکاره شوي دي. دغه سازمان ویلي، ۷۶ سلنه ښځینه خبریالانو هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان رپوټ پر اساس، یولسو ولایتونو کې هېڅ ښځینه خبریاله حضور نه لري او رسنیو کې ۸۵ سلنه ښځینه کارکوونکي یوازې کابل کې فعالیت لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ددغه سازمان موندنې ښيي چې هېواد کې د رسنیو کړکېچن وضعیت لامل شوی چې افغانستان تېر کال د رسنیو د ازادۍ ځای کې له ۱۲۲ څخه ۱۵۶ ته سقوط کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام