د ا.ا د واکمنۍ یو کال؛ دې موده کې پر افغان ښځو څه تېر شول؟

د ا.ا بیاواکمنېدو راهیسې افغان ښځې لاهم له ګڼو محدودیتونو او یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي. د بشري‌حقونو څار بنسټ وايي، تېر یو کال د افغان ښځو لپاره وحشتناک کال و. د بشرحقونو څار بنسټ اړوند د ښځو څانګې د مدیر مرستیاله هیدر بار سلام‌وطندار ته ویلي، په تېر یوه کال کې د ا.ا کړنو دا وښوده چې ښځې عمومي ژوند کې ځای نه لري.

هرات کې د انګورو د حاصلاتو ډېروالی؛ بزګران: بازار نه لري

هرات کې د کرنې برخې مسوولان وايي چې سږکال یې دغه ولایت کې ۱۵۰زره ټُنه د انګورو حاصلات راټول کړي چې د تېرکال په پرتله له ۱۵ تر ۲۰ ټُنه زیاتوالی ښيي.

خو بزګران د انګورو بازار نشتون او له هېواد څخه بهر یې د نه صادراتو له امله شکایت کوي او وايي، اړ دي چې خپل انګور په ټيټه بیه وپلوري.