کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، هغه افغانان چې په نورو هېوادونو کې یې په نظامي برخو کې د «لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا» تر کچې پوځي زدهکړې کړې وي، پر دندو ګوماري.
په ورته مهال هغو زدهکړیالانو چې په نورو هېوادونو کې یې خپلې نظامي زدهکړې په نیمه کې پرېښي، یاد وزارت ترې غوښتنه کړې چې خپلې زدهکړې بشپړې کړي او بېرته خپل هېواد ته راوګرځي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په همدې حال کې کورنیو چارو وزارت د هغو زدهکړیالانو ضمانت کوونکي هم دغه وزارت ته د زدهکړیالانو د زدهکړو پرېښودو څرنګوالي په اړه وضاحت ته ورغوښتي چې خپلې زدهکړې یې پرېښودي دي.
دغه وزارت همداراز نورو هېوادونو کې د زدهکړیالانو ضمانت کوونکو ته خبرداری ورکړی، که د وضاحت لپاره حاضر نهشي د کشفي ارګانونو لهخوا به ونیول شي او د څېړنو لپاره د تفتیش عالي ریاست ته ورمعرفي شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د راپورونو پربنسټ، د مخکیني حکومت پرمهال یوشمېر افغان ځوانان د نظامي زدهکړو لپاره بهرنیو هېوادونو ته تللي چې هېواد کې د نامعلوم برخلیک له امله یې ځینو زدهکړې په نیمه کې پرېښي او هغوی چې بشپړې کړې، هېواد ته بېرته ستنېدو کې زړه نا زړه دي.