د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې «سیګار» په یوه تازه راپور کې د افغانستان د مخکیني حکومت د پرځېدو له لاملونو پرده پورته کړې ده.

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې نړیوالې ټولنې په تېرو شلو کلونو کې  افغان ملي پولیسو ته مسلکي روزنه نه وه ورکړې او دا چاره لامل شوه چې پولیس خپلې دندې په سمه توګه ترسره نه کړي او په پایله کې یې مخکینی حکومت وپرځېد.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راپور کې راغلي چې افغان ملي پولیس د دې پرځای چې د ولس امنیت ټينګ کړي، تر ډېره یې پام د حکومتي چارواکو د امنیت ټينګښت ته وو.

په همدې حال کې د سیګار په راپور کې ویل شوي چې د افغان ملي پولیسو له لوري د عامو خلکو ځورونه، د قانون نه پلې کېدل او له جرم پرته زندان ته د خلکو اچول، له نورو هغو لاملونو یاد شوي چې له امله یې مخکینی حکومت سقوط شو.

بل‌خوا د چارو یو‌شمېر شنونکي بیا وايي چې امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د ملي پولیسو د روزنې او جوړېدو برخه کې تېروتنې وکړې چې نړیواله ټولنه هم د حکومت د پرځېدو په برخه کې ګرمه ده.

د افغان ملي پولیسو پخوانی جنرال ایګل سلیمان‌خیل وايي چې د سیګار دغه راپور د واقعیتونو پربنسټ جوړ شوی دی.

د سلیمان‌خېل په وینا، امریکا د پخواني شوروي اتحاد په څېر افغانستان کې د ملي پولیسو تشکیلات او مسلکې زده‌کړو کې بدلون راوست او دا چاره د دې لامل شوه چې د قانون د پلې‌کېدو او امنیت د ټینګښت پرځای، ورځ تر بلې ګډوډي ډېره او امنیت خراب شي.

د نوموړي په وینا، د پولیسو دنده د قانون پلې کول دي، خو امریکايي چارواکو د دوی دندې بدلې کړې او پوځي چارو ته یې مخ کړل چې په سمه توګه قانون پلی نه‌شو او په پای کې یې امنیتي پېښې خپل اوج ته ورسېدې.

بل‌خوا د چارو یو بل شنونکی عبدالغفار ګردېزي سلام‌وطندار ته ویلي چې امریکا او ملګرو هېوادونو یې په سمه توګه د افغانستان ملي بنسټونه ونه رغول او هېواد کې یې فساد دود کړ.

د نوموړي په وینا، سیګار باید د مخکیني حکومت پرمهال د هغو بهرنیو سلاکارانو پروړاندې هم خپل غږ پورته کړی و چې مسلکي نه وو او له واقعیتونو یې پرده پورته کړې وای.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې اداره یا سیګار له څه مودې راهیسې د مخکیني حکومت د پرځېدو لاملونه څېړي چې په دغه راپور کې یې د مخکیني ولسمشر له لوري له هېواد څخه بهر د میلیونونو ډالرو د لېږد په اړه شوې ادعاوې هم رد کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام