د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او د اسلامي امارت ترمنځ د دوحې هوکړه لاسلیک شوه چې سبا یې دوه کاله پوره کېږي.

 دغه هوکړه چې د دوحې هوکړې په نوم نومول شوې په قطر کې د اسلامي امارت د هغه وخت سیاسي مرستیال عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ترمنځ لاسلیک شوه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په هوکړه کې امریکا او اسلامي امارت دواړه د خبرو د اصلي لوریو په توګه ونډه لرله. د لاسلیک شوې هوکړې له مخې، اسلامي امارت له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا مهم ملګری او همکار شو.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي وايي چې په دې هوکړه کې د افغانانو ځای په بشپړه توګه له یاده اېستل شوی او لوېدیځ د اسلامي امارت په څېر یوې کوچنۍ ډلې سره خبرو ته کېښناست چې په پای کې یاده هوکړه د جمهوري نظام د پرځېدو لامل شوه.

په همدې حال کې دوی زیاتوي، داسې انګېرل کېده چې په دې هوکړه کې به د پراخ‌بنسټه حکومت، د تلپاتې سولې، د ټاکنو ترسره کېدو او د افغانستان د پرمختګ لپاره بحث او خبرې وشي، خو په دې هوکړه کې افغانان څنډې ته شوي او امریکا او اسلامي امارت د هوکړې مهم لوبغاړي وو.

د چارو شنونکی او د پوهنتون استاد محمود اضطرابي وايي، د دې هوکړې ترشاه یو لړ مسایل وو چې په ډاګه نه‌ شول او دغه پټې پرېکړې د جمهوري نظام د پرځولو لپاره د خطر زنګ و.

بل‌خو یو‌شمېر نور کارپوهان بیا په دې باور دي چې د هوکړې له امله رامنځته شوي بدلونونه د دې لامل شول چې مخکینی نظام له وینې توېیدنې پرته وپرځېږي.

مطیع‌الله خروټی وايي چې د دې هوکړې له امله د افغانستان په تاریخ کې په دویم ځل له وینې توېیدنې پرته او په سمه توګه حاکم نظام له ارګ څخه ووت او پر ځای یې نوی نظام رامنځته شو.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د دوحې له هوکړې وروسته اسلامي امارت پر امریکا او نورو بهرنیو هېوادونو خپل بریدونه بند کړل او د مخکیني نظام د ځواکونو پر وړاندې یې خپل بریدونه پراخ کړل چې په پای کې له دوو کلونو کې سختو جګړو وروسته اسلامي امارت واک ترلاسه کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام