د افغانستان مخکیني ولسمشر محمداشرف غني په یوې مرکه کې ویلي چې د ده د حکومت پرمهال پر نړیوالو او په ځانګړې توګه پر امریکا باور د نوموړي تر ټولو لویه تېروتنه وه.

مخکیني ولسمشر د بي‌بي‌سي‌ څلور راډیو په «ټوډې» خپرونه کې د یوې ځانګړې مرکې پر مهال ویلي، د افغانستان پر نړیوالو شریکانو باور یې لویه تېروتنه وه او نړیوالو هڅه کوله چې پر ده فشار راوړي او واکونه یې ورلنډ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

غني په دغه مرکه کې ویلي چې په هېواد کې د روان رامنځ ته شوي وضعیت له امله افغانان حق لري چې دی د یاد وضعیت لامل وباله او نوموړی د افغانانو دا وضعیت درک کولای شي.

مخکیني ولسمشر همداراز زیاتوي چې د جمهوري نظام د سقوط او هېواد کې د ګډوډۍ رامنځ ته کولو په موخه دی په لوی لاس قرباني شوی، څو نوموړی د روان وضعیت اصلي لامل وګڼل شي.

د حکومت د پرځېدو او له افغانستان څخه د مخکیني ولسمشر د وتلو پرمهال داسې رپوټونه خپاره شول چې غني له ځان سره شاوخوا ۱۶۹ میلیونه ډالره تښتولي، خو په دغه مرکه کې نوموړي یوځل بیا پر ځان لګولي دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه هر راز ځواب ویلو او سپیناوي ته چمتو دی.

غني د ده حکومت پرځول یوه کوتا بللې او ویلي یې دي چې د کابل د ورانۍ او د بې‌ګناه میلیونونو افغانانو د وژنې د مخنیوي لپاره یې غوره وبلله چې هېواد پرېږدي.

مخکیني ولسمشر همداراز په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه ویلي چې دغه وضعیت د هېچا په ګټه نه دی او نړیوال باید له اسلامي امارت سره د یوه تعامل له مخې، دغه وضعیت مهار کړي او که چېرته داسې ونه‌شي، د کډ‌والۍ د پراخو څپو لامل به شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غني له بي‌بي‌سي سره په دغه مرکه کې همداراز ویلي، اړتیا ده څو له یوه بل سره جوړه وکړو او د ځان‌بسیاینې او د یوه بل منلو سره ګډ حرکت وکړو او ګډ ژوند کولو ته لار هواره کړو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام