د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکونې پروژې (OCCRP) د افغانستان مخکینی ولسمشر محمد‌اشرف غني د ۲۰۲۱ کال د “فساد او سازمان شوي جرم” د شخصیت په نوملړ کې شامل کړی دی.

له محمداشرف غني پرته د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، د سوریې ولسمشر بشارالاسد، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د اتریش پخوانی لومړی وزیر سبستیان کورز په ترتیب سره د (OCCRPC) له‌خوا د ۲۰۲۱ کال د فساد او سازمان شوي جرم د شخصیت د نوماندانو په لیست کې اچول شوي وو چې په پای کې د بلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د ۲۰۲۱ کال تر ټولو فاسد شخصیت اعلان شو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بنسټ ویلي چې غني د خپلې بې‌کفایتۍ او پراخ فساد له امله د دغې جایزې مستحق دی. د یاد بنسټ په وینا، د سوریې ولسمشر بشارالاسد دغه هېواد په یوې کورنۍ جګړه کې ښکېل کړی او په واک کې پاتې‌کېدو سره یې میلیونونه ډالر غلا کړي. په رپوټ کې همدا راز راغلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د یوه فاسد حکومت څارنه کوي چې د دولتي بانکو له لارې د ایران د تېلو لپاره د چین د ونډې پیسې وینځي.

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي. دوي په نړۍ کې د فساد په هکله څېړنه کوي او راپورونه پرې برابروي. د دوي په ابتدايي لیست کې د نړۍ د ۱۱۶۷ مشرانو نومونه د فساد او سازمان شوي جرم د کال د شخصیت لپاره غوره شوي وو.

مخکیني ولسمشر د روان کال د اګست په ۱۵مه هغه مهال له افغانستان ووت چې اسلامي امارت ځواکونه کابل ته راننوتل. پر غني داسې تورنه لګېدلي چې نوموړي له افغانستانه د وتلو پرمهال له ځان سره «۱۶۹» میلیونه ډالر وړي، خو غني نه یوازې د خپلو کارونو، بلکې د کورنۍ د غړیو د روڼتیا دفاع کړې او دا تورونه یې رد کړي دي. محمداشرف غني تراوسه د یاد رپوټ په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

یاد سازمان په خپل رپوټ کې دا نه دي ویلي چې د سږکال په نوملړ کې د یادو کسانو د شاملولو لپاره یې کوم معیارونه په پام کې نیولي او له کومو لارو چارو یې ګټه اخیستې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې پروژې بنسټ په ۲۰۰۶ کال جوړ شوی دی دغه بنسټ په ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د فساد او سازمان شویو جرمونو په برخې کې د هغه کال شخصیت ټاکلی و.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام