د زمري په ۲۴مه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت له پرځولو او د هغه له تېښتې وروسته، د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته دننه شول او په بشپړه توګه یې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې کړ. اوس چې د محمداشرف غني له تېښتې نږدې دوه میاشتې تېريږي، یوشمېر هېوادوال لا هم نوموړی د «بابا» په نوم یادوي.
د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو په لړ کې د سکاټلنډ پر وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا په اړه، محمداشرف غني په خپل فېسبوکپاڼه افغانانو ته د دغې بریال مبارکي ورکړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سلاموطندار د اشرف غني پر فېسبوکپاڼه د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا په اړه د مبارکۍ پیغام په تړاو د فېسبوک کاروونکو کمېنټونه او لیکنې ارزولي چې ښيي له نیمايي زیات د فېسبوک کاروونکي د غني له دغه پیغام څخه هرکلی کړی. دوی د کرېکټ ملي لوبډلې د بریا په اړه د مخکیني ولسمشر څرګندونې ستایلي او د هغه د فېسبوک پوسټ لاندې یې لیکلي چې د نوموړي تشه حس کېږي.
د فېسبوک کاروونکو هغه د «بابا» او «د زړونو رهبر» په نوم یاد کړی او په افغانستان کې د جمهوریت د دوام او د هغه د پاتې کېدو په هیله یې له نوموړي غوښتنه کړې چې بېرته هېواد ته راستون شي. یوه کاروونکي لیکلي: «ستاسو په نهشتون کې د نمانځنې هېڅ لامل نشته، هېڅوک نشته چې اتلانو ته روحیه ورکړي او له هغوی سره اړیکه ټينګه کړي.»
په همدې حال کې د فېسبوک یوشمېر نورو کاروونکو بیا د اشرف غني پیغام ته تند غبرګونونه ښودلي دي. ډېری دغو کسانو چې د نوموړي پر دغه پوسټ نیوکې کړي او عبرګون یې ورته ښودلی، د سیاسي چارو شنونکي، مدني فعالان او خبریالان دي.
دوی د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي لامل اشرف غني یاد کړی او ویلي یې دي چې د نوموړي ناکامو سیاستونو او فساد افغانانو ته هېواد په یوه دوزخ بدل کړی. دغو کاروونکو غني تورن کړی چې ملت یې ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی او تاریخ به هېڅکله دغه خیانت هېر نه کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدباقر محسني وايي، افغانانو دا تمه درلوده چې اشرف غني به پر وخت ناورین مدیریت کړي او د هېواد د دفاع او خپل رسالت سرته رسولو لپاره به د دوی ترڅنګ ودرېږي.
هغه زیاتوي چې افغان ولس د نوموړي په واکمنۍ کې له هغه څخه خوښ نه وو او د نوموړي تېښته، د دې لامل شوه چې د هغه پر وړاندې د افغانانو کرکه نوره هم ډېره شي.
محسني زیاته کړه: «که ولسمشر کوم کار کولای شي، نو چوپتیا دې غوره کړي او د خلکو پر زخمونو دې مالکه نه دوړه وي او د افغانستان پر سیاسي شرایطو له اغېزې او سیاست څخه دې لاس واخلي.»
که څه هم یوشمېر ټولنپوهان د افغان کرېکټ ملي لوبډلې د بریا او نورو ملي مسایلو په اړه د غني څرګندونې د یوه افغان په توګه د هغه حق ګڼي، خو ټينګار کوي چې ښايي اشرف غني د یوه فرصت په لټه کې وي او غواړي د افغانستان له خلکو سره په اړیکه کې پاتې شي او په دغه فضا کې په خپل شتون سره خپل بایللی شهر بېرته ترلاسه کړي.
ټولنپوه ضیاءالحق شمس په دې باور دی چې سیاستوال له ډېرو داسې لوړو موقعیتونو څخه برخمن دي چې عام ولس ته پارونکي او د قضاوت وړ وي. د هغه په وینا، اشرف غني چې د افغانستان د خلکو ترمنځ د خپل مخکیني ځای د خونديتوب په لته کې دی، له دغسې فرصتونو ګټه اخلي او له هرکلي سره هم مخ کېږي.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د کرېکټ شل اوره نړیوال جام سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې سکاټلنډ لوبډلې ته د ۱۹۱ منډو هدف وټاکه چې سکاټلنډ لوبډلې دغه هدف ترلاسه نه کړ او لوبه یې په ۱۳۰ منډو افغانستان ته وبایلله. د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې دغې بریا د مخکیني حکومت د یوشمېر چارواکو او سیاسي څېرو سربېره د پاکستاني چارواکو غبرګونونه هم له ځان سره لرل.