د بادغیس ځايي چارواکو ویلي، د دغه ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله ۵ کسانو ژوند بایللی.
د بادغیس له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ادارې مشر باریداد صابر نن پنجشنبه د ثور ۳ / اپرېل ۲۳ وویل، د قربانیانو له ډلې ۳ یې د یوې کورنۍ غړي دي.
هغه زیاته کړه چې سېلابونو د ځاني زیان ترڅنګ ۳۰ کورونه هم نړولي او د خلکو کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړي.
نوموړي ټینګار وکړ چې دغه شمېرې لومړنۍ دي او ښايي لوړې شي.
ورته وخت کې د غور په مرغاب ولسوالۍ کې د سېلابونو له امله نږدې ۱۰۰ استوګنیز کورونه او لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه تخریب شوې ده.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست نن پنجشنبه د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د تېز باران، سېلابونو او بادونو اټکل کړی.
دغه ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یادو ولایتونو کې نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پنجشېر، پروان، بغلان، سمنګان، بدخشان، کندوز، تخار، بلخ، سرپل، فاریاب، غور، بادغیس، دایکندي، بامیان، غزني، میدانوردګ، لوګر او پکتیا شاملیږي.