د وال‌سټرېټ ژورنال ورځپاڼې د رپوټ له مخې، ملګرو ملتونو د افغانستان د اقتصاد پر پښو درېدو لپاره ۸ میلیارده ډالر بودجه په پام کې نیولې ده. وال‌سټریټ ژورنال دغه خبر د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي رامز الاکبروف او د افغانستان لپاره د بشري مرستو د همغږي کوونکي له قوله لیکلی دی.

رامز الاکبروف ویلي چې د افغانستان خلک عزت او هیلو ته اړتیا لري او ‎د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو د لاسه ورکولو پر ځای د دغه سازمان لپاره په افغانستان کې د سیسټمونو ملاتړ مهم دی او ټینګار یې کړی چې دغه سازمان نه غواړي، په افغانستان کې د یو بدیل حکومت په څېر شي .

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو مسوولان ویلي، دغه سازمان  راتلونکې کال لپاره په افغانستان کې د مرستو یو پلان جوړوي چې موخه يې د ماشومانو لپاره په ښوونځیو کې سالمه خواړه ورکول، کار ایجادول، ګاوندیو هېوادونو ته د افغانستان د برښنا پوړونو خلاصول او د بشري مرستو ور اخوا د حکومتولۍ سیسټم بیارغول دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، امریکا د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې او هم يې پر افغانستان اقتصادي بندیزونه لګولي چې له امله یې د افغانستان خصوصي بانکونه د سقوط په درشل کې ولاړ دي او دغه‌راز، ډېری دولتي کارکوونکو ته له څو میاشتو راهیسې معاشونه نه دي ورکړل شوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام