افغانستان د اسیا کپ شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له پاکستان سره مخامخ شو چې د دواړو لوریو ترمنځ تر سختې سیالۍ وروسته پاکستان دا لوبه په یوې ویکټې وګټله.

په دې لوبه کې پچه پاکستان وګټله او افغانستان ته یې د توپ‌وهنې بلنه ورکړه. افغانستان د شل‌ اورونو په لوبولو او شپږو ویکټو په سوځېدو سره پاکستان ته د ۱۳۰ منډو هدف وټاکه.

ورپسې د پاکستان لوبډلې توپ‌وهنه پیل کړه چې په وروستي اوور کې یې په یوې ویکټې د لوبې پایله خپله کړه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادونې ده چې افغان ملي لوبډلې ښه لوبه وکړه او پاکستان یې تر سخت فشار لاندې نیولی و، خو په وروستي اوور کې لوبه د پاکستان لوبډلې په ګټه تمامه شوه.

ټاکل شوې افغان لوبډله سبا له هند سره مخامخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام