Asset 1SWN

سلام وطندار

کورونا په ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان مړه کړي

istockphoto-1205966780-170667a-248x165

د عامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان د کورونا له کبله مړه شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، په تېره یوه شپه او ورځ کې یې د کورونا ۱۱۲۳ شکمنې نمونې کتلي چې له ډلې یې په ۸ ولایتونو کې د ۸۰ هغو پایلې مثبتې ختلې دي.

د عامې روغتیا وزارت د راپور پر بنسټ، په همدې موده کې ۷۵ کسان چې پر کورونا اخته وو، بېرته ښه شوي دي.

راپور زیاتوي، په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې ۵۰ زره او ۵۳۶ کسان پر دغه ویروس اخته شوي چې ۲ زره او ۵۴ هغو یې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ زره او ۷۹۹ یې بیا بېرته رغېدلي دي.

د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه یې په ټول هېواد کې د ۱۷۸ زره او ۹۵۴ کسانو نمونې چې د کورونا شک پرې کېده، کتلې دي.

په نړۍ کې بیا تر اوسه له ۷۶ میلیونه او ۷۱ زرو نه دېر کسان پر کورونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې له یو میلیون او ۶۸۲ زرو نه ډېر مړه شوي او له ۵۳ میلیونه او ۳۳۵ زرو نه ډېر بېرته ښه شوي دي.

امریکا، هندوستان، برازیل او روسیه هغه هېوادونه دي چې د کورونا ویروس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې په‌کې ثبت شوې دي. امریکا بیا هغه هېواد دی چې تر اوسه په‌کې د نړۍ په کچه ډېر کسان مړه شوي دي.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام