Asset 1SWN

جاپان افغانستان سره د ۱۰۶ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی

A Japanese national flag flies outside the Bank of Japan (BOJ) headquarters in Tokyo, Japan, on Sept. 27, 2021. The Bank of Japan will release its quarterly Tankan business sentiment survey on Oct. 1.

کابل کې د جاپان سفارت نن سه‌شنبه د لیندۍ ۱۵مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، هېواد يې افغانستان سره د لومړنیو بشري اړتیاوو پوره کولو او د بشردوستانه پروژو پلي کولو په موخه څه باندې ۱۰۶ میلیونه ډالر مرسته کوي.

د جاپان سفارت ویلي چې دغه پروژې د ملګروملتونو ادارو، نورو نړیوالو سازمانونو او غیردولتي موسسو له‌خوا د افغانانو د ژوند ښه‌‌کېدو په موخه پلي کېږي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د دغه سفارت په وینا، د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته افغانستان سره د جاپان د مرستو کچه ۳۳۵ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د یادونې وړ ده چې د تېر یوه کال راهیسې افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ لمن پراخه شوې او ګڼ‌شمېر کورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لا او ګرېوان دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د نړیوال بانک د یوې تازه سروې له مخې، د افغانانو لپاره د ژوند شرایط سخت دي، ځکه دوه پر درېیمه برخه افغان کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي او غیرخوراکي توکو تامینولو لپاره هڅې کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام