د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو پکتیکا، خوست او پکتیا کې له زلزله ځپلو سره د مرستو په لړ کې امریکا له دغو زلزله ځپلو سره د ۵۵ میلیونه ډالرو په ارزښټ د بېړنۍ بشري‌مرستې اعلان وکړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه مرسته د زلزلې له پېښېدو وروسته د ولسمشر جو بایډن له لوري د بېړنیو اړتیاوو له ارزونې وروسته اعلان شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي چې دغه پیسې به د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې له لارې، هغو کسانو ته ورکول کېږي چې وروستۍ طبیعي پېښه کې تر ټولو زیات زیانمن شوي دي.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په سوېل ختیځ ولایتونو کې د شوې زلزلې له امله څه باندې ۱۰۰۰ کسان مړه شوي او په سلګونه کسان ټپیان شوي دي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې ویلي چې په سوېل ختیځ پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې د شوې زلزلې له کبله ۲۰۰زره کسان زیانمن شوي دي.

د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په راپور کې همداراز راغلي و چې په دغه زلزله کې ۶۰زره کورنۍ زیانمنې شوي او ۴۰سلنه ماشومانو ته هم زیان رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده چې تر امریکا وړاندې چین، هند،‌ پاکستان، ایران او ځینو عرب هېوادونو هم افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته مرستې لېږلې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

خو د زلزله ځپلو سیمو اوسېدونکي وايي چې شوې مرستې ورته بسنه نه کوي او باید له دې ډېرې مرستې ورسره وشي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام