د روسیې تاس خبري اژانس د یوه پاکستاني چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په افغانستان کې د وروستیو تحولاتو له امله د ټاپي پروژې چارې ځنډول شوې دي. د ټاپي پروژې له لارې له ترکمنستان څخه د افغانستان له خاورې پاکستان او هند ته ګاز لېږدول کېږي.

په اقتصادي چارو کې د پاکستان د مرکزي حکومت وزیر عمر ایوب خان پرون تاس خبري اژانس ته ویلي چې په افغانستان کې د وضعیت له څېړلو وروسته به د دغې پروژې چارې له سره پیل کړي. خان همداراز زیاته کړې چې د برښنا د لېږد «کاسا ۱۰۰۰» پروژه هم د افغانستان د وضعیت له امله درول شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د ټاپي پروژه د افغانستان له لارې له ترکمنستان څخه پاکستان او هند ته ګاز لېږدوي او ټاپ پروژه بیا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برښنا ورکوي چې دواړه پروژې د افغانستان لپاره حیاتي دي. د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند هېوادونو لوړپوړو چارواکو د ۱۳۹۶ کال په کب میاشت کې د ټاپي پروژې هوکړه لاسلیک کړه، خو تراوسه په افغانستان کې د دغې پروژې عملي چارې نه دې پیل شوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په تېر کې امنیتي ګواښونه د دغې پروژې د عملي کولو پر وړاندې ستر خنډ بلل کېده، خو د اسلامي امارت مسوولانو څه موده وړاندې په هرات کې د ترکمنستان له یوه پلاوي سره په لیدنه کې ویلي وو چې د دغې پروژې پر وړاندې ټول خنډونه له منځه تللي او ډېر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام