امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره بشري مرسته ځانګړې کړې ده.

د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي. امریکا ويلي چې د نورو هېوادونو په پرتله یې له افغانستان سره ډېرې مرستې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلان له مخې، دغه مرستې به په مستقیمه توګه د ملګرو ملتونو د ګډوالۍ عالي کمېشنرۍ «UNHCR»، له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ اداره یا یونیسف، د کډوالو نړیوال سازمان، د روغتیا نړیوال سازمان او نورو نړیوالو سازمانانو له لارې ولګول شي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه مرستې به افغانستان له کوویډ۱۹ سره په مبارزه کې، د خوارځواکۍ، چاپیریال ساتنې، اړین روغتیايي خوندیتوب، د خوړو خوندیتوب، ژمنۍ مرستې او د بېړنیو خوراکي مرستو په برخه کې ګټورې تمامې شي.

وزارت ویلي، دغه مرستې د افغان ولس په ګټه دي، نه د طالبانو. دغه وزارت ټينګار کړی چې طالبان په دې برخه کې د خپلو ورکړیو ژمنو په اړه مسوول ګڼي.

امریکا ویلي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه په نړۍ کې د افغان کډ‌والو تر ټولو ستر او اوږده کوربانه دي او له دغه هېوادونو یې غوښتنه کړې، هغه افغان کډوال چې غواړي نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي، خپلې پولې ورته پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له افغانستان سره د امریکا تازه مرستې په داسې حال کې اعلانېږي چې پر هېواد د طالبانو په واکمنېدو سره، په هېواد کې بې‌وزلۍ او لوږې په کمسارې توګه زیاته شوې. د ملګرو ملتونو د بیارغونې او پراختیا پروګرام د ارزونې له مخې، افغانستان د نړیوالې بې‌وزلۍ په درشل کې دی او په دغه هېواد کې به د بې‌وزلۍ کچه ۹۷ سلنې ته لوړه شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام