د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په یوه ټویټ کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو بشردوستانه مرستو په لړ کې له دغه هېواد سره  ۴۷۴ میلیونه ډالر او د کورونا یو میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي.

توماس ویسټ ویلي چې د کورونا واکسین د یو میلیونه ډوزو په ورکولو سره به په افغانستان کې د امریکا په مرسته د واکسینو شمېر ۴.۳ میلیونو ډوزو ته ورسېږي. هغه زیاته کړې چې سږ کال دغه هېواد سره په بشري مرستو کې ۴۷۴ میلیونه ډالر زیات شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټینګار کړی چې امریکا به د افغانانو ترڅنګ پاتې شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره د افغانستان بانک نږدې لس میلیارده ډالري شتمنۍ د امریکا له خوا کنګل شوې او د پیسو نړیوال صندوق زېرمو ته د افغانستان لاس رسي هم ځنډېدلی دی.

که څه هم د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي چې له امریکا سره ښې او نږدې اړیکې غواړي او دغه هېواد باید د افغانستان شتمني ازاده کړي، خو امریکا ټینګار کړی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو ازادول یوه پېچلې او ننګونکې موضوع ده.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د اقتصادي سقوط او د بشري ناورین د زیاتېدو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي، که چېرې پر دغه هېواد محدودیتونه کم نه‌شي او افغانانو ته بېړنۍ بشري مرستې ونه رسېږي، په دغه هېواد کې به بشري ناورین رامنځ ته شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام