Asset 1SWN

نېډ پرایس: افغانستان هر کال د ښځو محرومیت له امله یو میلیارډ ډالر له لاسه ورکوي

5565b068-0a60-422d-8599-31a91fd579c4_w1200_r1

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس د اسلامي امارت له لوري د نجونو د لوړو زده‌کړو بهیر ځنډېدو ته غبرګون ښودلی او دغه پرېکړه یې غندلې ده.

نېډ پرایس ویلي چې دغه پرېکړه به اسلامي امارت ته مهم پیغامونه ولري او له نړیوالې ټولنې به یې لرې کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د روانې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي چې د اسلامي امارت دغه «غیر دفاع» پرېکړه به له نړیوالې ټولنې د دوی د مشروعیت هیله هم له‌منځه یوسي.

 نېډ پرایس همداراز زیاته کړې چې اسلاميا مارت په داسې حال کې دغه پرېکړه کړې چې له دې وړاندې یې د نجونو ښوونځیو د پرانېستلو ژمنه کړې وه.

نوموړي ټينګار کړی چې د اسلامي امارت تازه پرېکړه د دوی له هغې پرېکړه سره په ټکر کې ده چې ویل یې د نجونو ښوونځیو تړل، لنډمهاله دي.

نېډ پرایس د لوړو زده‌کړو وزارت وروستۍ سپارښتنې ته په اشارې سره ویلي چې د افغانستان نیمايي جمعیت به له ابتدايي زده‌کړو پورته زده‌کړو او لوړو زده‌کړو ته لاسرسی ونه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان اوس هر کال څه باندې یو میلیارډ ډالر د ښځو او نجونو د محرومیت له امله له لاسه ورکوي.

نوموړي ویلي چې اسلامي امارت دغه زیانونه د یوې نامعلومې راتلونکې لپاره پر افغانانو تحمیل کړي دي. دا په داسې مهال دی چې د لوړو زده‌کړو وزارت په تازه‌ګۍ سره په یوه خپور کړي مکتوب کې د ټول هېواد په پوهنتونونو کې د نجونو لوړې زده‌کړې ځنډولي دي.

دغه وزارت پرون سه‌شنبه په دې مکتوب کې دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د نجونو زده‌کړې وځنډوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په مکتوب کې لیکل شوي چې د نجونو د لوړو زده‌کړو پرېکړه د اسلامي امارت د حکومت د کابینې په ناسته کې شوې ده. دغې پرېکړې تراوسه ګڼ‌شمېر کورني او نړیوال غبرګونونه له ځان سره لرلي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام